د لاس رسي وړ اتصالات

داعش ادعا کوي په عمان کې په جومات برید دوي کړی


په عمان کې د جومات سره د ډزو دا کم‌‌ساري پېښه د وادي الکبیر په سیمه کې شوې.
په عمان کې د جومات سره د ډزو دا کم‌‌ساري پېښه د وادي الکبیر په سیمه کې شوې.

عماني چارواکو د سه شنبې په ورځ جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۶) وویل چې ددغه هېواد پایتخت مسقط کې د شیعه ګانو د یو جومات سره په ډزو کې لږ تر لږ څلور پاکستانیان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

په عمان کې، چې شیعه ګان پکې اقلیت او اکثره وګړي یې سني مسلمانان دي، د ډزو پیښې خورا کم سارې دي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې دا برید دوي کړی. پولیسو په یوه خبرپاڼه کې وویل: "د عمان شاهي پولیس په الوادي الکبیر کې یو جومات ته څېرمه ددې پېښې ځای ته رسېدلي دي."

پولیسو ویلي په پېښه کې د یو پولیس په ګډون ټول شپږ تنه وژل شوي او درې بریدګر وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې ویلي چې څلور پاکستانیان وژل شوي. په عمان کې د پاکستان سفیر عمران علي په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې روغتونونو ته د وړل شویو ۳۰ پاکستاني زخمیانو احوال یې اخیستی او د پېښې په تړاو د عمان له چارواکو سره په تماس کې دی.

په مسقط کې د امریکا سفارت له پیښې وروسته امنیتي خبرتیا خپره کړه او د سه شنبې د ورځې لپاره یې د ویزو د غوښتونکو ټول ملاقاتونه لغوه کړل.

سفارت په ایکس شبکه کې په یو بیان کې لیکلي: "د متحده ایالاتو اتباع باید محتاط پاتې شي، ځایي خبرونه وڅاري او د ځایي چارواکو لارښوونو ته پام وکړي."

د فرانس پرس لخوا تائید شوي ویډیوګانې ښیې چې د امام علي جومات سره د ډزو د غږونو له اورېدل کېدو وروسته خلک د جومات له ساحې تښتي.

پولیسو د پېښې سیمه کلابند کړې او په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.

د عمان سلطنت څلور میلیون نفوس لري چې د حکومتي شمېرو له مخې، شاوخوا ۴۰ سلنه یې بهرني کارګران دي چې زیاتره یې د جنوبي اسیا له هېوادونو ورغلي دي.

په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې د خلیج په هېوادونو کې د شیعه ګانو پر جوماتونو ګڼ بریدونه شوي، د دوشنبې د ورځې برید په عمان کې لومړنی دی.

په ۲۰۱۵ کال کې په کویت کې د شیعه ګانو په یو جومات کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۷ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول. د برید پړه د اسلامي دولت ډلې منلې وه.

په همهغه کال په سعودي عربستان کې د یوې اونۍ په ترڅ کې د شیعه ګانو پر جوماتونو باندې دوه بریدونه شول. په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او داعش ډلې یې مسئولیت پر غاړه واخیست.

په ۲۰۰۵ کال کې یو پخواني ښوونکي په مسقط کې په یوه دولتي ودانۍ کې دننه ډزې وکړې، او مخکې له دې چې ځان ووژني، دوه کسان یې ووژل او څو نور یې ټپیان کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG