د لاس رسي وړ اتصالات

په پيښور کې څلور پاکستاني امنيتي سرتیري وژل شوي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ، جولای لسمه (چنګاښ ۲۰مه)‌ وویل،‌ چې د پېښور په حسن خيل سيمه کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد د پوځ او د پوليسو د ګډو استخباراتي عملياتو په ترڅ کې، د پوځ دوه سرتیري او د پولیسو دوه تنه مامورین وژل شوي دي.‌

د پاکستان دولتي تلویزیون (پي ټي‌ وي) ددغه هېواد د پوځ لخوا د یوې خپره شوې خبرپاڼې په حواله لیکلي،‌ چې دغه ګډ عملیات وروسته له هغه ترسره شول چې امنیتي ځواکونو په یادې سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان د یو جګپوړی قوماندان عبدالرحیم د شتون په اړه راپور ترلاسه کړ. خبرپاڼه کې راغلي،‌ چې د یادو علمیاتو په ترڅ کې عبدالرحیم او د تحریک طالبان پاکستان دوه نور غړي ووژل شول.

عبدالرحیم په می میاشت کې د پوځ د یو جګتورن او یو بل افسر د وژلو په ګډون په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې په لاس لرلو تورن و. د هغه د نیولو لپاره د حکومت لخوا شپږ میلیونه پاکستانۍ روپۍ انعام هم ایښودل شوی و.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په دغو عملیاتو کې وژل شویو پوځیانو او کورنیو ته د ډاډګیرنی مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي چې خلک له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.

دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې چې د شمالي او جنوبي وزیرستان په لکي مروت کې په درې جلا پېښو کې اته کسان ووژل شول.

د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې له حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان د اوربند له پای ته رسېدو وروسته، پاکستان په تېر کال کې په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرو فعالیتونو کې زیاتوالی شاهد دی.

دغو مخ په زیاتیدونکي ترهګریزو فعالیتونو په ځواب کې،‌ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د روان کال د جون په ۲۲مه نېټه، په دغه هېواد کې "د عزم استحکام عملیاتو" اعلان وکړ چې د ګڼو سياسي ګوندونو او قبايلي مشرانو له کلک مخالفت سره مخ شوی دی.

په ورته وخت کې د یو کلني امنیتي راپور له مخې چې د 'څیړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز' لخوا خپور شوی، ویل شوي چې په ۲۰۲۳م کال کې په پاکستان کې په ۷۸۹ ترهګریزو بریدونو کې ۱۵۲۴ تنه وژل شوي او ۱۴۶۴ تنه نور ټپیان شوي. راپور زیاتوي‌، چې د مرګ ژوبلې دغه شمېره په تیرو شپږو کلونو کې یو بې ساری ریکارډ دی.

په یاد امنیتي‌ راپور کې خیبر پښتونخوا او بلوچستان د تاوتریخوالي د اصلي مرکزونو په توګه یاد شوي، چیرې چې د مرګ ژوبلو له ۹۰ سلنې څخه زیاتې پيښې پکې رامنځته شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG