د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د بم په چاودنې کې درې ملکیان وژل شوي


آرشیف
آرشیف

د پاکستان د بلوچستان په ولایت کې دوشنبه جولای لومړۍ ( چنګاښ ۱۱) د سړک غاړې د بم په چاودنې کې لږ تر لږه درې تنه وژل شویدي چې یوه یې میرمن او دوه یې ماشومان و.

په سیمې کې د پولیسو مشر داد بخش د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې څلور تنه د بلوچستان ولایت د تربت په ولسوالۍ کې پیاد روان و چې د "ترهګرو" لخوا ځای پر ځای شوی بم پرې وچاودید.

سره لدې چې هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې خو ملامتي یې ښایي په بلوڅ بیلتون غوښتونکي واچول شوي چې پدې ولایت کې د کالونو راهیسې د حکومت پر ضد وسله وال بغاوت کوي او وخت ناوخته د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د دې چاودنې تر څنګ تیره شپه د خیبر پښتونخوا د جمرود په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې د توغندي په برید کې دوه امنیتي پرسونل وژل شوي.

په سیمې کې د پولیسو مشر سلیم خان دا پیښه تائید کړې خو دا یې ندي ویلي چې توغندی چا وار کړی و.

پدې سیمې کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي وسله وال د کالونو راهیسې فعال دي خو تر دې دمه یې د دې توغندي د توغولو ادعا نده کړې.

د پاکستان حکومت پاکستاني طالبان په هغه هېواد کې په یو لړ خونړیو بریدونو کې دخېل بولي. اسلام اباد دا تور هم لګوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې د افغان طالبانو تر څار لاندې فعالیت کوي‌ او له هغه ځای څخه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي.

خو افغان طالبان وايي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG