د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي


د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ ددغه هیواد د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې غونډې ته په وینا کې وویل چې ډیر ژربه افغانستان ته لاړ شي.
د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ ددغه هیواد د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې غونډې ته په وینا کې وویل چې ډیر ژربه افغانستان ته لاړ شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو د حکومت چارواکو سره د تروریزم سره د مبارزې په ګډون د یو لړ مسلو په سر د خبرو لپاره ډیر ژر کابل ته سفر وکړي.

اسحاق ډار د سه شنبې په ورځ جولاۍ نهم (چنګاښ ۱۹) د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې لومړۍ غونډې ته په وینا کې چې مشرۍ یې عرفان صدیقي کوله وویل: "زه به په یو دوو ورځو کې افغانستان ته لاړ شم. افغانستان زمونږ ورور هېواد دی."

په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیروس سجاد قاضي هم حاضر وو. هغه وویل: "مونږ چې افغانستان سره نږدې اړیکې لرلې خپلو اړیکو ته به دوام ورکړو. تاسو ګاونډیان نه شئ بدلولی".

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د روان کال د اګست په میاشت کې د خبیرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې د چینايي انجینرانو پر موټر د برید په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ددغسې بریدونو هدف د پاکستان او چین ترمنځ په اړیکو کې درز رامنځ ته کول دي.

هغه وویل چې ددې پیښې شواهد په برید کې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې ښکیلتیا ښيي چې په افغانستان دیره ده.

د پاکستاني د رسنیو د راپورونو له مخې په دغه هیواد کې د روان ۲۰۲۴ کال په دوېیمه ربعه کې په ۲۴۰ تروریستي بریدونو کې ۳۸۰ کسان وژل شوي او ۲۲۰ نور ټپیان شوي دي، چې په دغو تلفاتو کې د ملکي وګړو ترڅنګ د امنیتي ادارو منسوبین او د ترهکرو ډلو اړوند کسان هم شامل دي.

د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وویل: "افغانستان سره زمونږ عمده ستونزه د امنیت مسله ده". همداشان هغه وویل چې په پاکستان کې د پولیو ویروس یو ځل بیا سر راپورته کړی دی. هغه وویل په ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې دغه ناروغي له منځه تللې وه.

د روغتیا نړیوال سازمان امریکا غږ ته په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو د ویروس د نهو پیښو ثبتیدل تائید کړي دي.

د طالبانو حکومت لا تراوسه کابل ته د اسحاق ډار د سفر په اړه تبصره نه ده کړې. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د اسحاق ډار د ټاکل کیدو وروسته په یوه تیلیفوني اړیکه کې هغه ته د مبارکۍ ترڅنګ کابل ته د سفر بلنه هم ورکړې وه چې اسحاق ډار هم منلې وه.

د پاکستان د حکومت دغه لوړ پوړی چارواکی په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې د پاکستان حکومت ویلي چې د بشردوستانه دلایلو له مخې یې افغانستان ته د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ بنده کړې ده.

د پاکستان حکومت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر سره د خبرو وروسته د سه شنبې په ورځ جولاۍ نهم (چنګاښ ۱۹) وویل چې ددغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د جبري ستنیدلو بهیر د بشر دوستانه دلایلو له مخې ځنډولی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندې د سه شنبې په ورځ پاکستان ته خپل درې ورځینی سفر پای ته ورسوه. هغه په پاکستان کې "افغانانو ته د اوږدمهاله حل لارو د پیاوړتیا د هڅو" غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي ګراندې له پاکستان څخه د بهرنیو کډوالو د شړلو د بهیر ځنډولو له امله چې په دغه هیواد کې په غیر قانوني توګه اوسیږي مننه کړې ده.

په عین وخت کې یو پاکستاني چارواکي چې په اسلام اباد کې ددغه هیواد د چارواکو د کتنو څخه خبر دی امریکا غږ ته د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د جبري ستنولو د بهیر ځنډیدل تائید کړي دي.

خو دغه پاکستاني چارواکي چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي دا په ډاګه نکړه چې د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو نه د ستنیدلو بهیر به تر څومره وخت لپاره دوام ولري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په نږدې دوو کلنو کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې د فعالیتونوله امله خړې پړې شوي دي.

پاکستاني چارواکو په پرله پسې ډول د طالبانو پر حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ته په افغانستان کې د پناه ځایونو په برابرولو او له افغانستان څخه په پاکستان کې ددغه هیواد په امنیتي ځواکونو باندې ددغې ډلې د وسله والو له خوا د بریدونو ترسره کولو ادعاوې کړي دي.

د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول دا ادعاوې ردې کړي دي.

د پاکستاني پلاوي دا سفر په دوحه کې د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو د یو پلاوي سره د پاکستان د یو پلاوي چې مشري یې افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړي استازي اصف دراني کوله ترسره کیږي. د طالبانو د حکومت ویاند د پاکستاني پلاوي سره خپله کتنه ګټوره ګڼلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG