د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پولیو پېښې؛ د طالبانو شمیرې له ملګرو ملتونو سره توپیر لري


په افغناستان کې د پولیو کمپاین
په افغناستان کې د پولیو کمپاین

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ادعا کوي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د پولیو یوه پېښه هم نه ده ثبت شوې، خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي‌ چې سږکال تر دې دمه د پولیو نهه پېښې په دغه هېواد کې ثبتې شوې دي.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوې ویدیو کې ادعا کړې ده چې «په ټول هېواد کې سږکال د پولیو یوه پېښه هم نه وه» خو، د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د ختمولو نړیوال ابتګار ارقام د طالبانو دا ادعا ردوي.

د پولیو د ختمولو نړیوال ابتګار وايي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې یې تر دې دمه په افغانستان د ګوزڼ نهه پېښې ثبتې کړې چې یوازې درې پېښې په همدې اونۍ کې په کندهار کې وې.

د مدیترانې په ختیځې سیمې کې، چې افغانستان او پاکستان هم په کې شامل دي، د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د مخنیوي د برخې مشر حامد جعفري امریکا غږ ته وویل چې «د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نړیوالې روغتیا د اصولو په اساس د پولیو د ټولو پېښو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان ته راپور ورکړی.»

نوموړي وویل چې دا معلومات د روغتیا د نړیوال سازمان په اړوندو ویبسایټونو کې خپرېږي.

په افغانستان کې د روان کال د اپریل تر میاشتې پورې د ګوزڼ یوه پېښه هم نه وه ثبت شوې خو په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبتې شوې وې.

امریکا غږ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له ویاند سره په دې اړه تماس ونیوه، هغه په لیکلي بڼه ځواب ورکړی: «تر دې دمه موږ (افغانستان کې) د پولیو کومه تائید شوې پېښه نه لرو.»

جعفري وویل چې افغانستان د نړیوالې روغتیا د سپارښتنو په اساس د پولیو په اړه اوږده سابقه او ریکارډ لري. هغه وویل چې افغانستان د روغتیا د نړیوال سازمان د اضطراري کمېټې په هرې څلور میاشتنۍ غونډې کې د ګډون تر څنګ «د پولیو د مخنیوي هڅې جدي ‌کړي او د موقتو سپارښتنونو د عملي‌ کولو لپاره یې لارې مشخصې کړې» دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو په بېرته ستنېدو سره د پولیو د ویروس د انتقال خطر زیات شوی دی.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو وحشي ویروس شته، چې ماشومان پرې اختیه کېدای او فلج کېدای شي او په ځینو پېښو کې د ماشومانو د مړینې لامل کېږي.

په پاکستان کې تېرکال د پولیو شپږ پېښې ثبتې شوې وې او سږکال تر دې دمه اته پېښې په کې ثبتې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو د وحشي ویروس ۴۴ او په پاکستان کې ۲۱۱ محیطي پېښې ثبتې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالب مقاماتو وویل چې تېره ورځ یې په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیل کړ چې شاوخوا اته میلیون ماشومان به په کې واکسین کېږي. دا کمپاین به څلور ورځې روان وي.

امنیتي ستونزې،د پولیو واکسین له کمپاین سره د یو شمېر او دا ډول ځینې نورې ستونزې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د مخنیوي عمده دلیلونه بلل کېږي.

د دغه مطلب معلومات د امریکا غږ د خبریال ایاز ګل د انګلیسي راپور څخه اخیستل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG