د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل شو؛ 'اته میلیون ماشومان به واکسین' شي


د زوغتیا چارواکي وايي چې دا کمپاین به څلور ورځې وي.
د زوغتیا چارواکي وايي چې دا کمپاین به څلور ورځې وي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسؤولین وايي چې نن دوشنبه د روان ۲۰۲۴ میلادي کال د جولاۍ ۸ مه (د چنګاښ ۱۸مه) د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین د څلورو ورځو لپاره پیل شو.

روغتیايي چارواکو له خلکو غوښتي چې په دغه کمپاین کې د پولیو څخه د پاک افغانستان لپاره ونډه واخلي او خپلو پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وکړي.

د روغتیا مقامات وايي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا اته میلیون ماشومان واکسین شي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان په دې هکله رسنیو ته وویل: "نن د دوشنبه ورځ ۱۴۰۳ هجری شمسی کال د چنګاښ د میاشتی ۱۸مه د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو. په دغه کمپاین کې به نږدی اته میلیون د پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومان ته به د پولیو واکسین تطبیق شي او د څلورو ورځو لپاره به دوام ولري."

د ښاغلي امرخیل په خبره، د عامې روغتیا وزارت له ټولو مشرانو او دیني عالمانو غوښتي چې د دغه کمپاین په بریالي تطبیق کې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.

زمان زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت له مخورو، علمای کرام او استادانو څخه غوښتنه کوي چې په سیمه کې زموږ له واکسیناتورانو سره همکاري او مرسته وکړي، څو په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ مخه ونیول شي."

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا تر اوسه په کې ګوزڼ نه دی ختم شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال له پیل څخه د جون تر ۳۰مې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت او تایید شوي او دوه نورې ثبت شوې پېښې لا تر اوسه نه دي تایید شوي.

په پاکستان کې بیا د مثبتو انساني واقعاتو شمېر اته ښودل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG