د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پولیو ۲ تازه مثبتي پېښي ثبت شوي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پوليو پرضد د مبارزې مسؤولین وايي، چې د ګوزن له دوو تازه پېښو له جملې څخه يوه يې د کندهار په شاه وليکوټ او دويمه يې په ارغستان ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

په ګوزڼ اخته دغه ماشومان پنځه کاله او څلور نیم کاله عمر لري، چې په دې سره په کندهار کې د پوليو د ټولو پېښو شمېر درې او په سوېل کې څلورو پېښو ته ورسېد.

‌ په جنوب کې د پولیو پرضد د مبارزې یوې روغتیايي سرچینې امریکا غږ ته وويل چې څو اونۍ وړاندې له یادو ماشومانو څخه طبي نمونې د څېړنې لپاره اخیستل شوې وې چې پایلې یې نن ترلاسه شوې.‌

سرچینې زیاته کړه:"په ګوزڼ وهلو ماشومانو کې یې یو د ۵۹ میاشتو او دوهم یې د ۵۳ میاشتو دی او په ارغستان او شاه ولیکوټ کې ژوند کوي چې له پاکستان څخه راغلي کډوال دي. ددې تر څنګ یې د واکسین له کمپاینونو سره هم د ځايي خلګو مرسته کم رنګه ده."

د پولیو له دغو دوو نویو پېښو سره هم مهاله، د پولیو پرضد د مبارزې پروګرام په یادو سیمو کې د واکسین بیړني کمپاینونه په پام کې نیولي دي.

روغتیايي مسؤولین وایې چې په یاد پروګرام کې هڅه کېږي چې په ارغستان او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ پرضد واکسین عملي شي.‌

دغه راز د پولیو پرضد د مبارزې ملي مرکز وایې چې په جنوب کې د پولیو د پېښو زیاتوالی د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.‌

دوی له کورنیو غوښتي چې د یاد خطر په لمنځه وړلو کې له روغتیايي ټيمونو سره اوږه پر اوږه د ماشومانو په وقایه کې مرسته وکړي.

سره له دې چې په جنوبي ولایتونو کې ګڼې سیمې له پولیو ناروغۍ څخه پاکې اعلان شوي خو له پاکستان څخه وطن ته د کډوالو له ستیندو سره سم د ګوزڼ نویو پېښو د یادې ناروغۍ د بیا خپریدو په اړه اندېښنې راپورته کړي.

روغتیايي مسؤولین وایي چې د چمن او سپین بولدک تر منځ د کډوالو ماشومانو د واکسین لپاره یې تدابیر زیات کړي.

دغه راز توده هوا هم د ویروس د انتقال یو لامل بلل کیږي چې دا مهال په جنوب کې د تودوخې لوړه ۴۶ درجو ته رسیدلې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG