د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان څخه راتلونکي کډوال د پولیو په انتقال کې ستر عامل بلل کیږي- مسولین


د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې کې د پولیو پرضد د مبارزې مسؤولین وایي چې د ګوزڼ ناروغۍ تر ټولو ستر ګواښ اوس له پاکستان څخه راتلونکي کډوال دي، چې له هغه ځایه ویروس له ځانه سره را انتقالوي.

دوی وايي، د دې ګواښ د مخنیوي لپاره یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ماشومانو واکسین ته جدي پاملرنه کړې ده.

د پوليو چارواکي وايي په جنوب کې د پوليو ټولې پېښې په پاکستان کې د پيژندل شوي ويروس سره تړاو لري.

له همدې امله پر ډیورنډ کرښې د تلونکو او راتلونکو ماشومانو واکسین ته جدي پاملرنه کیږي او هڅه کیږي چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.

په کندهار کې د پولیو پرضد د مبارزې د حوزوي مرکز مسؤول، ډاکټر جمال الدین وایي چې دوی د واکسین د ښه تطبیق په موخه له پاکستاني لوري سره د نړیوال روغتیايي سازمان په همغږۍ ګډ کار کوي چې هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

نوموړي وویل: "موږ وخت ناوخت له دوې (پاکستاني لوري) سره مجلسونه کوو، که څه ګډ نه یو خو د انلاین مجلسونو له لارې او کله کله په حضوري ډول مجلسونه کوو. پخوا هم دا مجلسونه کیدل او اوس هم کیږي، ډیر تمرکز مو د دغې دروازې په ټیمونو باندې ده، ځکه په کندهار کې چې موږ کومې پېښې لرو یا مخکې پېښې شوي، متأسفانه که په مشخص ډول وڅیړل شي، نو سرچینه یې له همدغه ځای څخه شوی."

سږ کال په جنوب کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوې دي چې یوه یې‌ په کندهار او وروستۍ پېښه یې په هلمند کې ده چې د دواړو تړاو یې له پاکستان سره ښودل شوی.

دغه راز په هلمند کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ترڅنګ په ورته وخت کې په چاپیریال کې په دوو ځایونو کې د ګوزڼ ویروس موجودیت ثابت شوی، چې د ډاکترانو اندېښنې یې راپارولي دي.‌

په جنوب کې د ګوزڼ پرضد د مبارزې حوزوي مرکز مسؤولین وایي چې دوی په جنوب کې د ولایتونو ترمنځ هم تلونکو ماشومانو ته د واکسین ګرځنډه ټيمونه زیات کړي تر څو له یوې سیمې څخه بلې ته د ویروس د انتقال مخنیوی وشي.

ښاغلي جمال الدین په دې هکله امریکا غږ ته وویل: "کندهار ته د نورو ولایتونو مختلفې لارې غځیدلي دي؛ د زابل، هلمند، سپین بولدک لارې د کندهار ښار څخه تیریږي نو مونږ دواړو خواوو ته او هم د کندهار ښار اډو کې چیرته چې کندهار ښار ته نیږدې په لارو باندې د ترانسپورټ کومې غرفې دي، هلته زموږ ټیمونه موجود دي."

جنوبي ولایتونو د دوبي په موسم کې د هېواد د نورو سیمو په پرتله ګرم اقلیم لري چې د ډاکټرانو په وینا، تود موسم د پولیو ویروس په چټک خپریدو کې خاص رول لري.

دوی پر کورنیو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو د پاک ساتلو تر څنګ د ګوزڼ پر ضد د هغوی واکسین ته خپله خاص پاملرنه ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG