د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ مثبتو پېښو له ثبت سره په ټول افغانستان کې د خطر زنګ ووهل شو


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د افغانستان په سویل ختیځ کې د ګوزڼ (پولیو) د مثبتو پېښو رامنځته کیدو وروسته یو ځل بیا په ټول هېواد کې د دې ویروس خطر مخ په زیاتیدو بلل شوی دی.

په سویل ختیځ کې روغتیایي مسؤولین وایي په ځینو ولایتونو کې د پولیو محیطي نمونې مثبت شوي چې له امله یې سویل ختیځه حوزه کې هم د خطر کچه مخ په زیاتیدو ده.

د روان ۲۰۲۴ میلادي کال له پیل څخه تر دا مهاله په هېواد کې د ګوزڼ یا پولیو څلور مثبتې پېښې په کونړ، نورستان، کندهار او هلمند ولایتونه کې رامنځته شوي، خو سویل ختیځ کې روغتیاپالان وایي د ویروس موجودیت د هېواد په هره نقطه کې شونی دی، له همدې کبله سویل ختیځ کې هم هره شیبه د پولیو پېښه رامنځته کیدای شي.

په خوست کې د کتلوي معافیت ولایتي مسؤول ډاکټر زاهدالله امیري امریکاغږ ته پدې هکله وویل چې له ۲۰۲۰ راپدیخوا موږ په خوست کې د پولیو کومه ساحوي مثبته بیلګه نلرو، چې دا یوه ښه خبره ده، خو پکتیا کې د پولیو محیطي نمونه مثبت شوې ده، نو پدې لحاظ خوست هم هره ګړۍ د پولیو له ویروس او خطر سره مخ دی.

نوموړی له خلکو غواړي چې د کمپاینونو په جریان کې نه یوازې دا چې خپل ماشومان واکسین کړي، بلکې ددې پروګرام د لا بریالیتوب لپاره ورسره نوره همکاري هم وکړي.

ښاغلي زاهدالله زیاته کړه: ”د خلکو څخه زموږ یوازینۍ غوښتنه داده چې ټول دې له موږ سره د پولیو په پروګرام کې همکار پاتې شي. موږ باید په هر کمپاین کې له پنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان واکسین کړو، نو دا غوښتنه مې له ټولو مشرانو، ځوانانو، دیني عالمانو څخه دا ده چې زموږ پیغام ورسوي ترڅو خلک خپل کوچني اولادونه واکسین کړي.“

په ورته وخت کې د خوست یو شمېر اوسیدونکي هم د ویروس موجودیت ته اندیښمن دي او وایي چې د ماشومانو په واکسینولو به ځانګړی تمرکز وکړي.

د مرکز اوسیدونکی شاهد وایي، په کونړ او نورستان کې د پولیو له پېښو خبر شوی خو بې له دې چې خپل د کورنۍ ماشومان واکسین کړي بله چاره نلري.

هغه پدې هکله زیاته کړه: ”دا واقعیت دی چې پولیو یو ساري او وژونکی ویروس دی او په اسانۍ انتقالیدلی شي، په دې هم خبر یو چې کونړ، نورستان او هلمند کې مثبتې پېښې رامنځته شوي دي؛ اوس پرته له دې چې خپل ماشومان واکسین کړو بله هیڅ لار نلرو، نو زما غوښتنه د یو ورور په صفت له نورو هم دا ده چې ماشومان واکسین کړي او پرینږدي چې دا ویروس په خوست کې خپور شي او ماشومان بې سرنوشته کړي.“

کونړ، نورستان، هلمند او کندهار هغه ولایتونه دي چې د پولیو څلور مثبتې پېښې پکې رامنځته شوي دي.

له انساني مثبتو پېښو ترڅنګ د پلازمینې په شمول پکتیا، کندهار، ننګرهار او څو نور هغه ولایتونه دي چې لسګونه د پولیو یا ګوزڼ ساحوي نمونې پکې مثبت شوي، خو په افغانستان کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تراوسه دا خبر رسماً نه دی تائید کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG