د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د جولاۍ اتمه (چنګاښ ۱۸) د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل خبریالانو ته په یو استول شوي ویډیويي کلیپ کې ویلي چې په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه کم عمره نژدې اته میلیون ماشومان واکسین شي.

د امرخیل په وینا د پولیو د واکسین دا کمپاین به د جولاۍ تر ۱۱ دوام وکړي او د واکسین په تطبیقولو سره به میلیونونه ماشومان د پولیو ویروس په وړاندې وقایه شي.

هفه زیاته کړه: «د عامې روغتیا وزارت له قومي مشرانو، دیني عالمانو او استادانو څخه غواړي چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي ترڅو موږ وشو کولای چې په افغانستان کې پولیو له منځه یوسو.»

د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې د پولیو دا کمپاین به سبا د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې پیل شي. دغه سازمان له ټولو افغانانو څخه په ځانګړې توګه له میندو او پلرونو څخه غوښتي چې «د پولیو له ناروغۍ څخه د پاک افغانستان لپاره خپله ونډه ترسره کړي.»

په افغانستان کې د پولیو د واکسین د ملي کمپاین دویمه دوره تیره میاشت د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ پیل شوه او څلور ورځې یې دوام وکړ. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دغه کمپاین کې له ۱۱.۲ میلیونه زیات ماشومان واکسین شول.

همداشان په افغانستان کې د پولیو د واکسین لومړۍ دوره چې د روان کال په اپریل میاشت کې ترسره شوه په کې شاوخوا ۱۱ میلیونو ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شول.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یواځیني دوه هیوادونه دي چې لا هم په کې ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته کېږي. د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ختیځ کې د پولیو ناروغۍ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې چې د چارواکو په وینا عمده لامل یې له پاکستان څخه د کډوالو راستنېدل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG