د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار ولایت کې د ګوزڼ تازه پېښه ثبت شوې


عکس: ارشیف - ماشومان چې د پولیو واکسین یې کړی
عکس: ارشیف - ماشومان چې د پولیو واکسین یې کړی

کندهار کې روغتيايي سرچينې وايي، چې تېره ورځ د دې ښار په لويې وياله سيمه کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې، چې څه موده وړاندې يې نمونه اخيستل شوې وه، خو رسمي ادارو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


د پولیو پر ضد د مبارزې مسؤولین وايي، چې په دې وروستیو ورځو کې په کندهار کې په پرله پسې توګه د پولیو مثبتې انساني پېښې ثبت شوې دي، او په دې نوې پېښه کې د کندهار په لویه ویاله کې یو څلور کلن ماشوم د دې ناروغۍ ښکار شوی دی.


دغه مسؤولین وايي، چې د تایید شویو پېښو شمېرو سره په کندهار کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر څلور او په جنوبي حوزه کې پنځو ته ورسید.


خو له بل لوري د مالوماتو له مخې په کندهار کې د پوليو پنځه مثبتې پېښې او دوه نورې یې په هلمند کې حسابیږي، چې شمېرې يې د روغتيا وزارت او کوم رسمي ادرس نه دی تاييد کړی.


په جنوب کې د پولیو سره د مبارزې یوې روغتیايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وويل چې له دغه ماشوم څخه څو اونۍ مخکې طبي نمونه اخیستل شوې وه، خو اوس یې پایلې تر دوی رسیدلي.‌


دې سرچینې زیاته کړه: "ګوزڼ وهلی ماشوم د څلورو کلونو دی او د کندهار ښار په لویه ویاله کې په ګوزن اخته شوی دی؛ په ساحه کې د پولیو واکسین سره د ځایي خلکو همکاري ډیره کم رنګه وه او په دې سیمه کې کمپاین سایټ په سایټ ترسره کیده او هلته ټول محیطې سمپلونه هم مثبت شوي دي."


د ګوزڼ له دغه تازه پېښې وروسته د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مشر، ډاکټرعبدالقدوس بریالی په پولیو ناروغۍ د اخته ماشوم له کورنۍ سره د خواخوږۍ په موخه د هغه کور ته ورغلی و.


نوموړي د دغه ماشوم له کورنۍ سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د کندهار ښار د لويې ویالې کلي له خلکو وغوښتل، چې د پوليو د واکسين په هر کمپاين کې خپل ماشومان واکسين کړي، تر څو له دغې وژونکې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.


په کندهار کې له تازه شمېرو وړاندې، په سیمه کې د محیطي سمپلونو شمېر اولس ته رسیده (هلمند ۷، ارزګان ۲، زابل ۱ او متباقي په کندهار) کې ښوودل شوي دي.
په افغانستان کې د پولیو د وروستۍ پېښې په ثبتېدو سره، د تایید شویو شمېرو له مخې اته او د نا تایید شویو شمېرو له مخې نهه پېښې ثبت شوې دي.


مسؤولین ټینګار کوي چې خلک باید په دې پروسه کې همکاري وکړي ترڅو ټول ماشومان واکسین شي او په هغو سیمو کې چې واکسین سایټ پر سایټ یا جومات پر جومات تطبیق کیږي، باید کور پر کور تطبیق شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG