د لاس رسي وړ اتصالات

د اوبو ککړتیا د پولیو په ګډون د نورو ساري ناروغیو لامل کیږي – روغتیاپالان


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

روغتیاپالان وايي چې ککړې یا منتنې اوبه د بل هر څه په پرتله د پولیو ویروس په خپریدو کې لوی رول لوبوي او روغ ماشومان هم کولی شي په ویروس اخته کړي.

روغتیاپالان دغه څرګندونې پداسې حال کې کوي، چې د افغانستان په ختیځ کې د تودوخې درجه لوړه شوې او ماشومان په داسې اوبو کې لامبو وهي، چې خورا ککړې دي او د کنارابونو فاضله مواد ورته راوتلي وي.

په ختیځو ولایتونو کې ماشومان له ګرمۍ اوبو ته پناه وړي، خو له دې ناخبره دي چې هلته یې د ګوزڼ ویروس راتلوونکی ګواښي، ځکه دغه ویروس په همدغو اوبو کې وده کوي.

روغتیاپال او د پوهنتون استاد معراج محمد خالد وايي، ککړې اوبه د پولیو ویروس په وده کې مهم رول لري.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "ککړې اوبه د پولیو ویروس په وده او انتقال کې ډیر رول لري، او دا یوازې د پولیو په انتقال کې نه بلکې د محرقې [وچکې]، تور زیړي، اسهالاتو او نورو ویروسونو په انتقال کې هم ډېر زیات رول لري. متأسفانه په ټول ختیځ زون کې یوازې ۴۲ فیصده خلک پاکو اوبو ته لاسرسی لري، او اکثره خلک له دې سهولته بې برخې دي."

ښاغلی خالد زیاتوي، هغه ماشومان چې عمرونه یې کم وي په داسې ککړو اوبو کې لامبل ورته له خطره ځکه خالي نه دي، چې دغه اوبه د ویروس لپاره تر ټولو خوندي ځای دی او د ګوزڼ په شمول ګڼې نورې انتاني ناروغۍ له ناروغو ماشومانو روغو ته په ډېرې اسانۍ انتقالولی شي.

هغه وویل: "اکثراً دې نهرونو او ویالو ته د کثافاتو او تشنابونو د تخلیه کیدو لارې راوتلي دي، نو دا د پولیو ویروس او نورو انتاني ناروغیو په انتقال کې د یو شخص څخه بل شخص ته ډیر رول لري. هغه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کلو کم وي او په دغو منتنو اوبو کې ولامبي نو ډیر امکان لري چې په پولیو اخته شي."

هغه همدارنګه وویل، که خلکو خپل تشنابونه نهرونو او ویالو ته راویستلي وي او په هغه کې د یو ناروغ ماشوم غایطه مواد موجود وي، نو دې سره به سلګونو کورنیو ته ګواښ پیښ شي او ویروس به د اوبو پر مټ لرې پرتو سیمو ته ورسیږي، او ټول چاپیریال به په ویروس ککړ شي.

ښاغلی معراج وویل: "د شکمنو ناروغانو غایطه موادو نمونه ګیري کیږي، ځکه غایطه مواد د پولیو ویروس په انتقال کې یو لوی لامل دی، په تیره بیا چې دا غایطه مواد سم ځای تخلیه نشي یا داسې ځایونو کې تشنابونه وشي چې اوبو او نهرونو ته راوځي، نو په دې توګه بیا اوبه ککړې کیږي او د ویروس د خپریدو یو عمده لامل ګرځي."

روغتیاپالان له خلکو غواړي چې لومړی دې د خپلو کورنو د تشنابونو اوبه ویالو او نهرونو ته نه باسي او بیا دا غوښتنه کوي چې خلک دې خپل ماشومان نه پریږدي چې په ککړو اوبو کې ولامبي، ځکه دا د ګوزڼ او نورو ناروغیو لامل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG