د لاس رسي وړ اتصالات

د پوليو د ويروس د خپريدو يو لوی عامل ککړ چاپيريال دی - روغتیاپالان


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پولیو پر ضد د مبارزې مرکز مسؤولین وايي چې د دغه ويروس د ودې او خپرېدو اصلي عامل ککړ چاپېريال دی، چې بايد ورته جدي پاملرنه وشي.

له هغې وروسته چې په ننګرهار کې د پولیو څو مثبتې پېښې ثبت او محیطي نمونې هم مثبت شوې، په ختیځ زون کې اوسمهال خلک خپل ماشومان پر وخت واکسینوي او تر څنګه یې خپل چاپیریال هم پاک ساتي.

خلک وايي پخوا به چټلې اوبه په کوڅو او کورنو مخ کې خوشې وې چې اوس یې تر ډیره خلکو مخه نیولې ده.

د افغانستان ختیځ چې همدا تېر کال په کې د هېواد په کچه د ګوزڼ تر ټولو زیاتې مثبت پېښې او محیطي سمپلونه مثبت شوي وو، اوسېدونکي يې د دې ویروس څخه د خپلو بچیانو د خوندي کولو لپاره لاس په کار شوي دي.

د ننګرهار اوسېدوونکی، الله محمد امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې وایي، له کوم وخت چې په سیمه کې د پولیو ویروس پیدا شوی، خپل ماشومان پر وخت واکسین کوي، چاپیریال پاک ساتلو ته یې له بل هر وخت اوس ډېر پام اوښتی دی او د روغتیا پالانو ټولې مشورې عملي کوي.

نوموړي وویل: "له هغه وخته چې زمونږ په سیمه کې د ګوزن پېښې رامنځته شوې او د ویروس محیطي سمپلونه هم مثبت شوي، موږ د هر کمپاین پر ترڅ کې خپلو ماشومانو ته د ګوزن واکسین ورکوو.

هغه زیاته کړه، د دې ترڅنګ خپل چاپیریال پاک ساتو، ځکه چې ویروس په کې وده ونه کړي او ماشومان مو په ګوزن اخته نه شي او د ډاکټرانو هغه مشورې چې د ګوزن په برخه کې یې مونږ ته راکوي ټولې په پام کې نیسو.

د کونړ ولایت اوسېدوونکي، سعید الله امریکا غږ ته وویل: "له کله چې زمونږ په سیمه کې څو ماشومان د ګوزن په ویروس اخته شول، مونږ له هغه راهیسې په ازاده فضا کې رفع حاجت بند کړی، د تشنابونو اوبه مو د لارو او کوڅو پاکې کړي دي او همدارنګه هغه ډېرانونه یا کثافات مو هم له منځه وړي، کوم چې د ګوزن ویروس په وده کې مرسته او د ماشومانو ژوند ګواښي."

همدارنګه د ننګرهار ولایت یو بل اوسېدوونکی، اباسین وايي چې یو شمېر خلک لا هم د ګوزڼ ویروس ته د جدي ګواښ په نظر نه ګوري او د روغتیا پالانو سپارښتنې په پام کې نه نیسي.

نوموړي وویل: " اوس هم په سیمه کې ځینې خلک شته چې دغه ویروس جدي ګواښ نه ګڼي او چاپېریال ته پاملرنه نه کوي چې همدا ککړتیا بیرته ټوله سیمه په ویروس باندې ککړولی شي. له هغه خلکو مو غوښتنه دا ده چې باید چاپیریال پاک وساتي او د ډاکټرانو سپارښتنې په پام کې ونیسي او د خپلو ماشومانو تر څنګ د ټولنې د نورو ماشومانو ژوند هم وژغوري."

روغتیايي کارپوهان او اړوند مسؤلین ټینګار کوي، چې ګوزڼ یوه ډېره خطرناکه او وژونکې ناروغي ده، چې هېڅ علاج نلري او د حل یوازینۍ لار یې دوه څاڅکي واکسین او روغتیايي تدابیرو ته پاملرنه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG