د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د پولیو ویروس شتون لا هم د ماشومانو ژوند ننګوي- روغتیاپالان


عکس -ارشیف
عکس -ارشیف

روغتیاپالان سپارښتنه کوي، چې د ژمي په سړه موسم کې دې د نورو ساري ناروغیو تر څنګ د ماشومانو د معافیت د پیاوړتیا لپاره د پولیو ضد واکسین هم تطبیق شي.

دوی وايي، په دې وخت کې پکار ده چې په ټولو سیمو کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، په ځانګړې توګه په هغو ځایونو کې چې د پولیو ویروس شتون لري او پر وخت ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي.

د سکندر په نامه یو ځايي ډاکټر وايي، چې د ګوزڼ واکسین ویروسي ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو د بدن مقاومت پياوړی کوي او له دې ناروغۍ يې ژغوري.

نوموړي وویل: "د سړې هوا راتګ او د موسمونو تغیر هغه څه دي چې د ویروسي ناروغۍ ترڅنګ موسمي ناروغۍ هم زیاتیږي چې مخه یۍ یوازې په واکسینو نیول کیږي، موږ باید ماشومانو په سم او پر وخت واکسین کړو، څو د ساري او موسمي ناروغيو مخنیوی وشي."

په ننګرهار کې يو بل ډاکټر، کبير امريکاغږ ته وويل چې د واکسین ورکولو ترڅنګ، کورنۍ باید خپل چاپیریال ته هم پاملرنه وکړي او پاک یې وساتي تر څو د ویروسي ناروغیو رامنځ ته کولو ته زمینه برابره نه شي.

نوموړي وویل: "په ختیځ کې د ګوزن د مخنیوي په خاطر باید هېوادوال مو د واکسین پر هر کمپاین کې برخه واخلي او خپل ماشومان نېږدې صحي مرکزونو ته د واکسین کولو لپاره بوځي."

ډاکټر کبیر زیاته کړه، هر څوک باید په خپلو کورونو کې حفظ الصحه مراعت کړي او د عامې روغتیا له وزارت څخه غوښتنه کوو چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

ولسي خلک هم د بیلابیلو ناروغیو سر ټکوي او وايي چې ګڼ شمېر ماشومان دا مهال پر ناروغیو اخته دي او د بدن مقاومت یې کمزوری شوی دی.

د ننګرهار اوسیدونکي، خیرالله له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "د ژمي په را رسیدو سره د لویانو ترڅنګ ماشومانو ته هم ګنې تنفسي ناروغۍ پیدا شوي چې په کلینیکونو کې ورته د دوا ترڅنګ، واکسین هم تطبیقیږي."

خيرالله زياته کړه، چې د پوليو د مخنيوي په موخه بايد د کورنۍ هر ماشوم په هر کمپاين کې واکسين شي، تر څو د تل پاتې معيوبيت څخه وژغورل شي او د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه شي. په دې برخه کې باید د کلیو ملا امامان، ځوانان او فعال مشران خلکو ته د واکسین په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال به ټول ماشومان په هره دوره کې واکسین شي او افغانستان به د پولیو څخه د پاک هېواد په توګه معرفي شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG