د لاس رسي وړ اتصالات

په ختیځ زون کې د ګوزڼ واکسین کمپاین د روغتیایي او ولایتي مسؤولینو په شتون کې پیل شو


په ختیځ زون کې د پولیو اووه ورځنی کمپاین پیلیدل
په ختیځ زون کې د پولیو اووه ورځنی کمپاین پیلیدل

په ختیځ زون کې د پولیو اووه ورځنی کمپاین نن شنبه په ننګرهار کې د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست د مسؤولینو او طالب چارواکو په شتون سره پیل شو.

په دغه کمپاین کې به ۱.۶ میلیونه له لسو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي، خو نورستان ولایت په دې کمپاین کې نه دی شامل شوی.

د ننګرهار کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر حکم خان ګلاب زوی امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې وویل چې په یاد کمپاین کې به ۱.۶ میلیونه ماشومان چې تر لس کلنۍ پورې عمر ولري، واکسین شي.

د هغه په وینا، په ټول ختیځ کې شاوخوا ۲.۵ میلیونو ماشومان ژوند کوي، خو نورستان ولایت په دې کمپاین کې نه دې شامل شوی، ځکه هلته هوا ډېره سړه ده او لرې پرتو سیمو ته تګ له ستونزو ډک دی.

ډاکتر ګلاب زوی امریکا غږ ته وویل: "په ننګرهار کې زمونږ هدف ۱۶۱۷۱۰ ماشومان دي چې عمرونه يې د لسو کلونو کم دي. زموږ دغه کمپاين به اووه ورځې دوام وکړي او ټول ۲۲ ولسوالۍ به تر پوښښ لاندې راولي. دا کمپاین به په دریو شرقي ولایتونو( ننګرهار، کونړ او لغمان) کې پلی شي چې شاوخوا ۲۵۱۸۰۰۰ وړ ماشومان لري."

بل خوا د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف امریکا غږ ته وویل چې دغه کمپاین به د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې پلی شي.

د هغه په وينا، ديني عالمانو د ياد واکسين د اهميت په اړه د ټولنې نورو برخو ته د خلکو د پوهاوي په موخه سپارښتنه کړې ده.

ښاغلي شریف له ټولو کورنیو څخه غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان واکسین کړي او دغه لاعلاجه ناروغي له ټولنې څخه د تل لپاره له منځه یوسي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "دا کمپاین به د هېواد په ټولو ۲۲ ولسوالېو کې په لاره واچول شي او انشالله ټولو ته به په سمه توګه رسيدګي کيږي. خطیبانو ته مو هم وينا کړې ده چې په ټولو جوماتونو کې دې د جمعې د لمانځه د خطبو پر مهال خلکو ته ووايي چې دغه واکسين دې خپلو ماشومانو ته ورکړي، ځکه دا يوه خطرناکه ناروغي ده، چې باید د ټولو سیمو څخه ختمه شي او باید ماشومان په دغه مریضۍ باندې اخته نه شي."

نوموړي زیاته کړه، ټولو خوېندو او وروڼو ته زموږ دا پيغام دی چې بايد د واکسينواتورانو سره پوره پوره همکاري وکړي چې يو ځای کې هم ماشوم ترې پاتې نه شی ترڅو دا ناروغي په بشپړ ډول ختمه شي.

همدارنګه د دغه ولایت د بشري سرچینو رئیس، مولوي محمد طاهر جلالي بیا امریکا غږ سره په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې په ننګرهار کې یې د واکسیناتورانو لپاره داسې چاپیریال جوړ کړی، چې د دوی پر وړاندې به هیڅ ډول ستونزه او خنډ نه وي.

د نوموړي په خبره، ټولو امنیتي مسؤولینو ته یې سپارښتنه کړې تر څو د واکسین کوونکو او رضا کارانو سره هر چېرته اوږه پر اوږه ودرېږي.

ښاغلي جلالي وویل: " د ۲۲ ولسوالېو نظامي منسوبینو او قومندانانو ته زمونږ پيغام دا دی چې د پوليو واکسين په ټولنه مثبته اغېزه لري په خاص ډول په ننګرهار کې چې څه موده وړاندې یې مثبتې پېښې ثبت شوې وې. موږ په دوی غږ کوو چې د پوليو واکسينو د همکارانو سره دې پوره همکاري وکړي که هغه په لرې پرتو سیمو کې وي یا په ښاري سيمو کې."

په ختیځ زون کې که څه هم تېر کال شپږ د پولیو مثبتې پېښې او ساحوي سمپلونه ثبت شوي وو، خو په وړاندې یې ګړندۍ مبارزه هم شوې او تر ډېره اوس ټول خلک دې ته قایله شوي چې خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي، تر څو د ګوزڼ پر لا علاجه ناروغۍ اخته نه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG