د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار مخور او دیني عالمان د پولیو د له منځه وړولو په برخه کې له مسؤولینو سره په همغږۍ کار کوي - چارواکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

په ختيځ کې قومي مشرانو او ديني عالمانو د پوليو واکسين د ښه تطبيق او پر وړاندې د شته ستونزو د هواري لپاره په ګډه کار پيل کړی دی.

دوی وايي چې کارونو یې ښه نتیجه ورکړې ده، ځکه له روغتیايي مسؤولینو سره هرې هغې سیمې ته ورځي چې هلته یا واکسین نه تطبیق کیږي او یا هم نورې ستونزې موجود وي.

په ننګرهار کې تیر کال د ګوزڼ زیاتې پېښې مثبت شوی وې، چې سږ کال د روغتیا وزارت او روغتیايی سازمانونو په لومړیتوب کې و، چې د ټولنې بیلا بیل قشرونه دېته چمتو شوي چې د دې ویروس د محوه کولو لپاره مرسته وکړي.

قومي مشران او ديني عالمان وايي، چې د پوليو واکسين د مخنيوي په برخه کې د ستونزو په حل کې له روغتيايي چارواکو سره مرسته کوو.

قومي مشر، طاوس خان له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې دوی د ګوزڼ واکسین په اړه تل له ولسونو سره خبرې کوي او د روغتیايی مسؤولینو لاس نیوی کوي.

نوموړي وویل: "مونږ په سیمه کې ټول خلک دې ته قانع کړي دي چې خپل ماشومان واکسین کړي. که زمونږ په سیمه کې داسې څوک پیدا شي چې خپل ماشومانو ته واکسین نه تطبیقوي، نو مونږ د قومي مشرانو او عالمانو سره یو ځای د هغوی کورونو ته ورځو، د پولیو د زیانونو په اړه ورته معلومات ورکوو او هغوی دې ته قانع کوو تر څو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي."

یو بل قومي مشر، حاجي بهلول بیا امریکا سره په خبرو کې وویل چې د ګوزڼ د محوه کولو لپاره مو موجوده خنډونه تر ډیره له منځه وړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "مونږ هغه کورنۍ قانع کړي چې خپلو ماشومان ته یې واکسین نه ورکول او کله ناکله، که ځینې کورنۍ انکار وکړي او یا خپل ماشومان واکسین نه کړي، مونږ ورځو او هغوی راضي کوو. مونږ په دې برخه کې د پولیو ټولو همکارانو سره همکار یو او هغو سیمو ته چې د هغوی لاسرسی نه کیږي یا ورته مشکلات وي، مونږ خلکو سره خبرې کوو ترڅو د واکسیناتورانو سره مرسته وکړي."

د جلال آباد اوسیدونکی مولوي رمضان وویل، مونږ خلک په دې پوه کوو چې واکسین د شرعي او روغتیايي اړخ هیڅ ستونزه نلري. نوموړي امریکا غږ ته وویل: "دیني علما د پولیو ناروغۍ په لمنځه وړلو کې مهم رول لري. زه هم د یو دیني عالم په توګه خپلو مقتدیانو ته د جمعې او نورو لمونځونو کې د پولیو په اړه عامه پوهاوی ورکوم چې د ګوزن واکسین حلال دی او باید خپلو ماشومانو ته یې د کمپاین په هره دوره کې تطبیق کړي تر څو دا ناروغي په بشپړ ډول له منځه لاړه شي او زمونږ ماشومان ترې په امن کې پاتې شي."

روغتیا پالان او د ګوزڼ د محوه کولو په برخه کې مسؤولین وايي چې د ګوزڼ د ورکیدو یوازینې د حل لاره د ولسي وګړو د همکارۍ زیاتیدل بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG