د لاس رسي وړ اتصالات

په ختیځ زون کې د ګوزڼ ضد کمپاین په بریالي توب سره پای ته ورسید - مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پولیو پر ضد د مبارزې مسؤولین وایي چې په ختیخ زون کې د فبروري په ۲۶ (کب درېیمه) پیل شوی د ګوزڼ ضد کمپاین په بریالیتوب پای ته ورسید.

د دوی په وینا، خیتځ زون او په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت چې د پولیو ویروس له ستر ګواښ سره مخ دی، دا ځل د واکسین کمپاین د تېر په پرتله ښه پلی شوی دی.

ولسي وګړي هم وايي، چې په تېرو څو ورځو کې د واکسين بهير ښه څارل شوى او هېڅ ماشوم له واکسينه نه دى پاتې شوى.

خلک وايي، په تیرو څو ورځو کې په لاره اچول شوی کمپاین له تېر کمپاینونو سره توپیر لري، ځکه دا ځل د څارنې ټیمونه هم هر کلي او کور ته تللي، څو وګوري چې ماشومان له واکسین څخه محروم نوي پاتې شوي.

د ننګرهار اوسیدونکی، محمد سراج وايي چې واکسیناتوران هرې سیمې ته ورغلي او ماشومانو ته یې کور په کور واکسین تطبیق کړی.

نوموړي وویل: "د پولیو کوم درې ورځنی کمپاین چې پیل شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسید، د ټولو کورنیو ماشومانو ته واکسین ورکړل شو.هغه کورنۍ چې مخکې یې خپل ماشومان ته واکسین نه تطبیقولو، هغوی هم دا ځل خپل ماشومان واکسین کړي دي."

ښاغلي سراج زیاته کړه، بله ښه خبره دا وه چې ټولو خلکو له واکسیناتورانو سره همکاري وکړه او د واکسین په تطبیق کې یې له دوی سره بشپړه همکاري وکړه.

د ننګرهار اوسیدونکي، سید رحمان امریکا غږ ته وویل چې د واکسین په کمپاین کې د واکسیناتورانو له پوره هڅو سربیره څارونکي ټیمونه هم هر کلي ته راغلل، خو له هغه وړاندې د عامه پوهاوي په برخه کې ډیر کار شوی و، نو زمونږ په کلي کې هیڅ ماشوم له واکسین څخه نه دی پاتې شوی.

نوموړي وویل: "ختیځ چې د پولیو د جدي ګواښ سره مخ دی، وخت پر وخت په کې د یادې ناروغۍ په تړاو د عامه پوهاوي ترڅنګ بیلابیل ملي او فرعي کمپاینونه ترسره کیږي، خو دغه درې ورځنی کمپاین په ښه توګه ترسره شو او ټولو سیمو ته واکسیناتورانو رسیدګي وکړه."

بل لوري ته ولسي وګړي خوښ دي چې د څارنې ټیمونه کور په کور وګرځیدل او کمپاین یې په جدي توګه وڅاره.

د ننګرهار یو بل اوسیدونکي، قریب الله بیا وویل: "واکسیناتوران کور په کور وګرځیدل او د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان یې وڅیړل او هغوی یې واکسین کړل، همدارنګه د واکسینو د لړۍ وروسته یې نظارت او څارنه هم په ښه توګه ترسره کړه."

خلک له دې کمپاین څخه ځکه خوښ دي چې د منکرو کورنیو شمېر صفر ته راټیټ شوی او د عامه پوهاوي په پایله کې د واکسین د ګټو په اړه ټول معلومات له دوی سره شریک شوي دي.

ختیځ زون په تیر کال کې د ګوزڼ شپږ انساني پېښې درلودلې او تر څنګ یې ګڼ د چاپیریال څخه اخستل شوي بیلګې(سمپلونه) د ګوزڼ پر ویروس ککړ ثابت شوي ول، چې له هغې وروسته د واکسین ځانګړي او عمومي کمپاینونه په کې تر سره شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG