د لاس رسي وړ اتصالات

د دوبي په موسم کې باید په لویو لارو د پولیو سیار ټیمونه زیات شي- مسؤولین


Khost Polio 2
Khost Polio 2

روغتیاپالان وايي چې د ګرمۍ په موسم کې له شاوخوا ولایتونو په ځانګړي ډول د افغانستان له ختیځ څخه ډېر خلک له خپلو کورنیو سره کابل ته ځي چې دا کار ممکن د پولیو د خپرېدو لامل هم شي.

دوی وايي چې د پولیو ویروس په ختیځو ولایتونو کې شته، نو د واکسین په بهیر کې باید ځانګړې پاملرنه وشي او د دې کسانو لپاره باید ځانګړي ټیمونه وټاکل شي.

په کابل کې د کتلوي معافیت مسؤولین وایي چې د پولیو د برخې مسؤولین دې د پولیو سیار ټیمونه زیات کړي، تر څو د ویروس مخنیوی وشي.

کابل کی د کتلوي معافیت پخوانی مسؤول، ډاکټرګلاخان ایوب امریکا غږ ته وویل: "اوس د هېواد په ټولو ولایتو کې د ګرمې کچه په تیره بیا د هېواد ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار لغمان او کنر کې ډیره لوړه شوې ده، نو زموږ زیات شمېر ختیځ زون هېوادوال په دې موسم کې کابل ته ګډه شوي دي او دا چې په دې ولایتونو کې د پولیو ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي نو دا سیمې د پولیو لپاره د خطر سره مخ ولایتونو په کتار کې راځي."

د نوموړي په وینا، له بلې خوا د کابل ښار د نفوسو د ډیروالي او محیطي چاپریال د ککړتیا له امله د پولیو ناروغۍ د خپراوي لپاره ډیر مساعد دی.

ګلا خان ایوب وايي، د دې لپاره چې د ویروس د خپریدو مخه ونیول شي او ماشومان له ځان سره کابل ته ویروس انتقال نه کړي، مسؤولین باید په لویو لارو کې ټیمونه وګماري.

نوموړي زیاته کړه: "د پولیو د پروګرام کارکونکي باید ټول هغه هېوادوال چې د ختیځ ولایتونو څخه کابل ته راځي د هغو ماشومانو لپاره د کابل د څرخي پله د تلاشي په سیمه کې د پولیو واکسینولو اضافي ټیمونه په دندو وګوماري، پر دې برسیره کورنۍ باید د پولیو خطر ته په عادي نظر باندې ونه ګوړي او خپل ماشومان د پولیو په وړاندې حتمي واکسین کړي، تر څو تنکي ماشومان د ګڼ میشت ځایونو کې د پولیو له ګواښ نه خوندي پاتې شي."

له ختیځ د راکډه شوې یو کورنۍ مشر بیا وايي په لویو لارو کې یې خپلو ماشومانو ته واکسین کړی دی، خو غوښتنه کوي چې باید په دې لویو لارو کې سیار ټیمونه زیات شي ترڅو تازه راغلو ماشومانو ته واکسین ورسیږي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکی، جمشید چې کابل ته راغلی وايي: "کله چې موږ له جلااباد ښار څخه کابل ته راتلو، د لارې په بیلابیلو ځایونو کې واکسیناتوران او د پولیو تیمونه ولاړ و، هغوی ټولو ماشومامو ته واکسین ورکړ. زمونږ غوښتنه دا ده چې دا ټیمونه دې نور هم زیات شي، تر څو د ویروس مخنیوی وشي او هغه کسان چې پولیو ویروس انتقالوي، ترې مخنیوی وشي."

دا مهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ګوزڼ ویروس محیطي سمپلونه مثبت شوي او ویره شته چې له یو ولایت بل ته هم انتقال شي، نو لازمه ده چې د لویو لارو په اوږدو کې د واکسیناتورانو پر موجودیت زیات ټینګار وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG