د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمیر قبایلي سیمو کې د پاکستان د خپلواکۍ ورځ د 'تورې ورځې' په توګه نمانځل شوې


پاکستان د اګست په ۱۴ هرکال د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د خپلواکۍ ورځ نمانځي.
پاکستان د اګست په ۱۴ هرکال د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د خپلواکۍ ورځ نمانځي.

په پاکستان کې د اګست پر۱۴ (زمري ۲۴) ددغه هېواد د خپلواکۍ ۷۷مه کليزه ونمانځل شوه خو په يوشمېر قبايلي سيمو کې ځايي ولس دا ورځ د "تورې ورځې" په توګه ونمانځله.

په شمالي وزيرستان کې د اتمانزيو جرګې پر غوښتنه د اګست پر ۱۴ کاربنديز وو او بازارونه تړل شوي وو. د اګست پر ۱۳مه د شمالي وزيرستان په ميرلی کې يوې احتجاجي غونډې ته د وينا پر مهال د اتمانزيو جرګې وياند بیت الله اعلان وکړ چې د پاکستان د خپلواکۍ پر ورځ به د احتجاج په توګه پر دوکانونو، مارکېټونو او موټرانو تور بيرغونه ځوړندوي. د نوموړي په خبره، دا ګام يې د حکومت او پوځ پرضد ځکه اخيستی چې هغوی د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي او د ولس ستونزو ته مثبت غبرګون نه ښيي.

بل پلو د جنوبي وزيرستان د انګور اډې سیمې مشرانو د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د خپلواکۍ ورځې لمانځلو په تړاو له غونډو پرېکون کړی وو. د انګور اډې سيمې مشرانو د اګست پر ۱۳مه د يوې احتجاجي غونډې پر مهال وويل چې دا پرېکړه يې له هغه وروسته کړې چې حکومتي چارواکو لا هم د دوی د ۱۰ مياشتني پرلت غوښتنې نه دې منلي.

بلخوا د خیبر په تيرا کې د پوځي عملیاتو پر مهال بې کوره شویو خلکو په جمرود سيمه کې د اګست ۱۴مه د "تورې ورځې" په توګه ونمانځله. د تيرا د راجګل سيمې مشران وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې په جمرود کې پرلت وهلی او تر هغه وخته به خپل احتجاج ته دوام ورکوي چې تر څو د دوی ټول کډوال خپلو سیمو ته نه وي ستانه کړل شوي.

په جمرود کې يو سياسي فعال زاهد الله د اګست پر ۱۴مه د تورې ورځې نمانځغونډې ته په وينا کې وويل چې د پاکستان د واکمنانو تګلارو ولس له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی دی: "زما جرنېل او زما رياستي واکدار داسې پاليسۍ جوړوي چې ولس پکې ذليله کېږي، خو دی ډالر اخلي او کاروبارونه کوي. نه ايين مني، نه قانون مني او نه اقتدار مني."

پر دې سربېره د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې ځايي ولس او سوداګرو د اګست پر ۱۴مه په تورو بيرغونو سره احتجاجي لاريون وکړ او د کندهار له سپين بولدک سره يې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط عملي کولو خلاف شعارونه ورکول.

دا په داسې حال کې ده چې هلته ځايي ولس، سوداګرو او لغړيانو د اګست پر ۱۳مه بيا پرلت پيل کړ . د پرلت مشر غوث الله امريکا غږ اشنا ته وويل چې د پاکستان حکومت له سپین بولدک سره د چمن د خلکو بې له سفري اسنادو د تګ راتګ له ژمنې په شا شوی دی.

پاکستان د ۱۹۴۷م کال په اګست مياشت کې د هند د نيمې وچې د وېش او د انګرېزانو د واکمنۍ پای ته رسېدو د اعلان په پايله کې جوړ شو. له هغه وروسته هر کال د اګست پر ۱۴مه د هغه هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د خپلواکۍ جشنونه لمانځل کېږي.

دا چې د پاکستان په يوشمېر قبايلي سيمو کې ولس ولې دې ته اړ شوی چې د خپلواکۍ ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځي، په پېښور کې د سياسي چارو شنونکی شميم شاهد وايي چې په پاکستان کې د پنجابيانو او سينديانو په نسبت له پښتنو او بلوڅانو سره رياستي ادارې امتيازي چلند کوي او د درېيمې درجې د وګړو په سترګه ورته ګوري.

هغه وویل: "په يو شمېر قبايلي سيمو کې په تورو بيرغونو سره پر احتجاج سربېره چې پښتنو پر ټولنيزو شبکو د خپګان او غبرګون څرګندونه کړې ده، نو داسې پخوا نه وه شوې. له دې دا څرګندېږي چې د پاکستان پر رياستي ادارو نور د خلکو باور پاتې نه دی."

شميم شاهد زياته کړه چې که د پاکستان حکومت خپلو تګلارو ته بيا کتنه ونه کړي نو مشکلات به لا زيات شي ځکه د نوموړي په وينا پاکستان لا له وړاندې له اقتصادي، امنيتي او انتظامي ستونزو سره مخامخ دی.

که څه هم د پاکستان حکومت په تېرو وختونو کې په وار وار ويلي چې د هغه هېواد له اساسي قانون سره سم يې ټولو وګړو ته مساوي حقونه ورکړي دي خو د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو هلته د بشري حقونو پر سرغړونو اندېښنې ښوولې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG