د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په یو دکان لاسي بم اچول شوی چې ددې هیواد بیرغونه پکې پلورل کیدل


آرشیف
آرشیف

پداسې حال کې چې ټاکل شوې د روانې اګست میاشتې په ۱۴ مې په پاکستان کې د خپلواکۍ ۷۷ یمه کالیزه ولمانځل شي، د بلوچستان په ولایت کې یو مشکوک وسله په یو دوکان لاسي بم اچولی چې د دې هیواد ملي بیرغونه پکې پلورل کیدل.

پولیس وایي په برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوی او شپږ نور ټپي شویدي.

پیښه د کوټې ښار د لیاقت بازار په سیمې کې سه شنبه اګست ۱۳ ( زمري ۲۳۹ شویده. د وژل شوي او ټپي شویو کسانو د پیژندګلوۍ په هکله لا څه ندي ویل شوي.

د بلوڅانو آزدۍ پوځ په نامه بیلتون غوښتونکې ډلې د دې برید د کولو ادعا کړې چې د کالونو راهیسې د پاکستان څخه بیلیدو لپاره وسله واله مبارزه کوي.

په کوټې کې د حکومتي روغتون یو مسؤل وسیم بیګ ویلي چې د پیښې د ځای څخه ورته د یو تن مړی او شپږ ټپي شوي کسان ور وړل شویدي.

د دې برید څخه څو ورځې وړاندې بیلتون غوښتونکو په بلوچستان کې له دکاندارانو غوښتي و چې د پاکستان ملي بیرغونه دې نه پلوري.

د بلوچستان آزادۍ پوځ په نامه د بیلتون غوښتونکو ډلې همدرانګه خلکو ته خبرداری ورکړی و چې د پاکستان آزادۍ ورځ دې نه لمانځي.

د بلوڅ بیلتون غوښتونکو سربیره پدې سیمې کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ او نورې وسله والې ډلې فعالې دي چې وخت ناوخته په امنیتي ځواکونو او نورو اهدافو بریدونه کوي.

په پاکستان کې پدې تیرو څو میاشتو کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونه ډیر شویدي. د سه شنبې په ورځ هم د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان پّ ولسوالۍ کې وسله والو په امنیتي ځواکونو برید کړی خو د پاکستان حکومت تر اوسه د دې برید په باره کې څه ندي ویلي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په پاکستان کې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي چې په ترڅ کې یې په سلګونو پاکستان وژل شوي چې زیاتره یې امنیت ساتونکي دي.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو شتون ردوي او ټینګار کوي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان په ګډون نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

ملګرو ملتونو د پاکستان د ادعاوو ملاتړ کړی، او په خپل وروستي راپور کې یې ویلي چې ټي ټي پي په افغانستان کې "تر ټولو لویه ترهګره ډله" ده او د پولې هاخوا بریدونو لپاره له واکمنو طالبانو څخه په زیاتیدونکي ډول ملاتړ ترلاسه کوي.

دغه راپور، چې تېره میاشت خپور شو، اټکل کوي چې د افغان جنګیالیو په ګډون تر ۶۵۰۰ پورې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې فعالیت کوي او هلته د القاعدې په کمپونو کې روزنه او وسلې ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو چارواکو په مکرر ډول له افغانستان څخه د راپورته شوې ترهګرۍ د خطر په اړه خبرداری ورکړی او د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګه یې د سیمې امنیت ته ترټولو جدي ګواښ ګڼلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG