د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: هیڅوک نشي کولای افغانستان کې د ټي ټي پي حضور ثابت کړي


د پاکستان صدراعظم یو ځل بیا ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله د طالبانو د حکومت تر کنټرول او همغږۍ دغه هیواد کې د تروریستي بریدونو ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي
د پاکستان صدراعظم یو ځل بیا ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله د طالبانو د حکومت تر کنټرول او همغږۍ دغه هیواد کې د تروریستي بریدونو ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز د پاکستان د دصدراعظم وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هیڅوک په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې د وسله والو د شتون ادعا نشي ثابتولی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یو ځل بیا ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله د طالبانو د حکومت تر کنټرول او همغږۍ دغه هیواد کې د تروریستي بریدونو ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي.

د پاکستان د انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې د راپور له مخې شهباز شریف د بلوچستان په ایالت کې د سخت دریځو ډلو وروستیو بریدونو په تړاو د پاکستان په مرکزي کابینه کې د خبرو پر مهال ویلي: " له افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو بریدونو طرح کول نور کوم راز نه دی".

د پاکستان صدراعظم همداشان ویلي چې په دې تړاو اندیښنې یې د طالبانو د حکومت چارواکو ته هم رسولي دي.

خو د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د حکومت له خوا د رسنیو له لارې د حساب ورکولو د پروګرام په ترڅ کې کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې د غړو شتون د ادعاو په تړاو طالبانو حکومت ته کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

فطرت وویل چې پاکستاني طالبان د دغه هیواد په دننه کې مرکزونه لري او ځینې سیمې یې تر کنټرول لاندې هم دي او له هغو سیمو په دغه هیواد کې بریدونه ترسره کوي.

هغه وویل: " هیڅوک دا نشي ثبتولی چې ټي ټي پي د افغانستان په کومه برخه کې خپل مرکزونه ولري او لکه څنګه چې اسلامي امارت [طالبانو حکومت] ژمنه کړې د افغانستان له خاورې په هیڅ کوم هیواد برید نه ترسره کیږي، دغه ژمنې ته پابند دی او که چیرې [ټي ټي پي] په افغانستان کې حضور ولري دې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه عملیات تنظیم کړي او په پاکستان باندې بریدونه وکړي".

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي د نیوکې په توګه وویل چې دا لازمه نه ده پاکستاني چارواکي په پرله پسې ډول د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان باندې واچوي.

هغه وویل: " مونږ دا په بشبړه توګه ردو، تي ټي پي د افغاسنتان په خاوره کې نه مرکز لري او نه هم حضور لري او نه هم له دغه ځایه تمویل او تجهیز کیږي".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ د چارو مرستیال قاسم فرید دغه خبري کنفرانس ته د افغانستان په دننه کې د پاکستان د پوځ د احتمالي برید په اړه وویل چې هیواد به یې د خپلواکۍ، خاورې تمامیت او خپل عزت څخه دفاع وکړي.

هغه وویل: " د پاکستان د صدراعظم څرګندونو ته همدا ځواب دی چې مونږ به د خپلې خاورې، خپل نظام او د خاوري د تمامیت څخه د دفاع لپاره هرې قربانۍ ورکولو ته چمتو یو. په دې برخه کې هیچا ته خپل سر نه ټیټوواو د عزت، خاورې، خپل هیواد څخه تر مرګ پورې په شا تګ ونکړو".

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان صدراعظم په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو شتون او ددغه هیواد څخه پرپاکستان په بریدونو کې د افغانستان د خاورې د کارولو ادعاوې کوي. ددې دمخه هم د شهباز شریف په ګډون د پاکستان ملکي او پخواني چارواکو دا ډول ادعاوې کړي او حتی د افغانستان په دننه کې یې د ټي ټي پي د وسله والو د تعقیبولو خبراداری هم ورکړی دی. پاکستان پوځ د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې د تحریک طالبان ټي ټي پي د وسله والو پر خلاف هوايي بریدونه هم کړي وو، چې په غبرګون کې یې طالبانو د دفاع وزارت هم په پاکستاني سرحدي پوستو د درنو وسلو ډزې کړې وې.

د امریکا او اوزبیکستان موافقې ته غبرګون

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز د امریکا د متحده ایالاتو او اوزبیکستان ترمنځ د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه اوزبیکستان ته د پخواني رژیم د ړنګیدو پرمهال د پخواني افغان پوځ د لسګونو الوتکو او هلیکوپټرونو د ښکته کیدلو په تړاو په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو په اړه وویل چې " امریکا د دریاب اوبه نورو ته بخښي".

هغه وویل چې د پخواني رژیم د ړنګیدو پر مهال چې کومو افغان پیلوټانو د منځنۍ اسیا هیوادونو ته کومې الوتکې او هلیکوپترونه وړي هغه د افغانستان او د دغه هیواد د پوځ پورې اړه لري او باید چې اوزبیکستان یې د ښه ګاونډیتوب پراساس افغانستان ته وسپاري.

هغه وویل: " دا الوتکې د افغانستان اړوند دي، زمونږ دي او د خپل دغه حق د اخیستلو لپاره به د هرې ممکنې لارې کارواخلو، اوزبیکستان ته هم وایو چې ښه ګاونډیتوب دې په پام کې ونیسي داسې کوم کار دې نه مني چې د بل چا حق یو زورور هغوی ته وبخښي، هیڅکله مونږ ته د منلو نه دی چې یو څوک زمونږ حق یو بل چا ته ورکړي".

همداشان د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د طالبانو حکومت د تاجیکستان د حکومت څخه هم د هغو الوتکو او هلیکوپترونو د بیرته سپارلو غوښتنه کړې چې د پخواني رژیم د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې له افغانستان څخه د افغان پیلوټانو له خوا دوشنبې ته انتقال شوې وې.

تراوسه د منځنۍ اسیا دغو دوو هیوادونو ته د افغانستان د پخواني پوځ ددغو انتقال شویو الوتکو او هیلکوپترونو دقیق شمیر څرګند نه دی.

خو ددې دمخه د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ یو ویاند راب لودویک ویلي و چې ۴۶ الوتکې په اوزبیکستان کې او ۱۸ نورې الوتکې په تاجیکستان کې دي. په دغو دوو هیوادونو کې په دې الوتکو کې د امریکا د بلیک هاک UH-60 او د روسیې د Mi-17 هلیکوپترو په ګډون د ثابت وزر PC-12، C-208، AC-208 و A-29 الوتکې شاملې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG