د لاس رسي وړ اتصالات

اصف درانی: ټي ټي پي د پاکستان لپاره سره کرښه ده


اصف دراني د جولاۍ ۲۳مه، په اسلام اباد کې د سیمه ییزو څیړنو د انستیتوت په نوښت د افغانستان او پاکستان د اړیکو، ګواښونواو فرصتونو په اړه یو جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کوله (عکس ارشیف)
اصف دراني د جولاۍ ۲۳مه، په اسلام اباد کې د سیمه ییزو څیړنو د انستیتوت په نوښت د افغانستان او پاکستان د اړیکو، ګواښونواو فرصتونو په اړه یو جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کوله (عکس ارشیف)

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي چې ددغه هیواد لپاره د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډله سره کرښه ده او هیله یې ښودلې چې د طالبانو حکومت به په افغانستان کې دټي تي پي د ډلې د وسله والو پر وړاندې اقدام وکړي.

اصف دراني د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۳( زمري دوېیم) په اسلام اباد کې د سیمه ییزو څیړنو د انستیتوت په نوښت د افغانستان او پاکستان د اړیکو، ګواښونواو فرصتونو په اړه یو جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو فعالیتونو د پاکستان سربیره د افغانستان نور ګاونډي هم اندیښمن کړي دي.

هغه وویل:" تروریزم چې له افغانستان څخه منشا اخلي نه یوازې د پاکستان لپاره اندیښنه ده، بلکې د نورو ګاونډیانو لکه چین، ایران، تاجیکستان او اوزبیکستان لپاره هم د اندیښنې مسله ده".

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړې استازي د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د تروریستي ډلو پر وړاندې دې اقدام وکړي. خو اصف دراني وویل پاکستان افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګیدو ته لیواله دی او حکومت یې د طالبانو حکومت سره د صبر او زغم نه کار اخلي.

همداشان اصف دراني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او هم د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې د پرتو خنډونو د لیرې کیدو غوښتنه هم وکړه. هغه د ترکمنستان، افغانستان ، پاکستان او هند ترمنځ د ټاپي د ګاز د نللیکې د قرغزستان، تاجیکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د "کاسا ۱۰۰۰" د بریښنا مزي د پروژو د کار د چټکیدو غوښتنه هم وکړه.

اصف دراني د طالبانو د حکومت څخه د ټي ټي پي ډلې پروړاندې د اقداماتو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ د پاکستان په شمال لوېدیځ بنو سیمه کې یوې وسله والې ډلې پر یوې پوځي اډې برید وروسته چې له امله یې د پاکستان د پوځ اته سرتېري او لس وسله وال بریدګر په کې ووژل شول، د جولاۍ ۱۷ (چنګاښ ۲۷مه) په اسلام اباد کې د طالبانو یو جګپوړی دپلومات احضار کړاو د طالبانو له حکومت څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د مېشتو هغو سخت دریځو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د پاکستان په باور د دوی پر یوې پوځي اډې په وروستي برید کې ښکیل دي.

د دې برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی دی، چې د پاکستان د پوځ په وینا په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل فعالیتونه پلانوي.

د طالبانو حکومت د اصف دراني دغو تازه څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په ګډون ددغه حکومت یو شمیر لوړ پوړو چارواکو په پرله پسې ډول په پاکستان کې پرامنیتي ځواکونو باندې د بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو په تړاو د اسلم اباد ادعاوې ردې کړي دي.

په پاکستان کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنو مرکز په دې وروستیو کې په خپل یو راپور کې ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې په پاکستان کې ۲۴۰ ترهګریز بریدونه او د ترهګرۍ ضد عملیات شوي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۸۰ کسان وژل شوي چې ۲۳۶ یې ملکي وګړي او د پاکستان امنیتي ځواکونه او ۱۲۴ نور یې سخت دریځه وسله وال دي.

د دغه راپور له مخې، د دغو پېښو ۸۷ فیصده او ۹۲ فیصده مرګ ژوبله د پاکستان په دوو ایالتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ثبت شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د اکثرو دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ویلي چې د روان۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې شاوخوا ۵۰۰ بریدونه کړي دي. دغې ډلې ویلي چې د دوی زیاتره بریدونه د خیبر پښتونخوا په ایالت کې کړي دي.

د اصف دراني د دغو څرګندونو دمخه د ټولیز امنیت تړون د سازمان عمومي منشي له افغانستان څخه د ترهګرۍ د پراختیا او د نشه ‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې وه او دغه هېواد یې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بې ‌ثباتۍ اصلي سرچینه بللې وه.

د روسیې دولتي‌ خبري اژانس، تاس د جولاۍ ۱۹ (چنګاښ ۲۹) راپور ورکړی چې ایمان‌ قلي تاسماګامبتوف دغه راز ویلي چې په افغانستان کې تروریزم او نشه ‌يي‌ توکي د سیمې د هېوادونو لپاره هم جدي ګواښ دی.

د ټولیز امنیت تړون د سازمان دغه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د افراطیت ایډیالوژي، د تروریزم ګواښونه او د نشه ‌يي توکو قاچاق نه یوازې کم شوي‌ نه دي، بلکې نوې بڼې یې موندلېدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG