د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد: طالب چارواکو ته پر پاکستان د بریدکوونکو ځای معلوم دی


د بنو پرپوځي اډې برید چې مسوولیت یې د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی د پاکستان د پوځ اته سرتیري وژل شوي وو.
د بنو پرپوځي اډې برید چې مسوولیت یې د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی د پاکستان د پوځ اته سرتیري وژل شوي وو.

په پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې د وسله والو د بریدونو د زیاتیدو وروسته اسلام اباد یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه دغه هیواد ته د حافظ ګل بهادر او د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د ډلې په ګډون د ټولو هغو وسله والو د سپارلو غوښتنه کړې چې ادعا کیږي په پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې په بریدونو کې لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ورځ جولاۍ ۱۹(چنګاښ۲۹) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د ټولو هغو تروریستي ډلو پر خلاف دې اقدام وکړي چې د میرمن بلوڅ د ادعا له مخې افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري او له دغه هیواد څخه په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

میرمن بلوڅ وویل چې پاکستاني چارواکو تیرو څو میاشتو کې د هغو کسانو او ډلو په اړه کوټلي شواهد او استخباراتي معلومات د طالبانو سره شریک کړي چې په پاکستان کې تروریستي بریدونو کې ښکیل دي.

میرمن بلوڅ وویل: "هغه کسان چې پاکستان کې بریدونه کوي طالب چارواکو ته یې ځای معلوم دی. هغوی [طالبانو حکومت] ددغو ډولو د فعالیتونو په اړه د پاکستان له اندیښنو هم خبر دي. هغوی ددغو کسانو، ډلو او د هغوی د تمویلوونکو له فعالیتونو خبر دي. مونږ تمه لرو چې افغانستان [طالبانو حکومت] په سمدستي او اغیزمن ډول ددغو تروریستي ډلو او ددغو ډلو د کوم تمویلوونکي او یا ملاتړې پرخلاف اقدام وکړي".

میرمن بلوڅ وویل چې د طالبانو له چارواکو یې تمه داده چې ددغو کسانو او ډلو پرخلاف کوټلي، اغیزمن او قوي اقدامات وکړي او د ټي ټي پي ډله او د ګل بهادر ګروپ بې وسلې کړي او د هغوی مشران او وسله وال چې په پاکستان کې په بریدونو کې ښکیل دي اسلام اباد ته وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دغه وزارت ته د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۱۸ (چنګاښ ۲۸مه) په اسلام اباد کې د طالبانو د یو جګپوړی دپلومات احضارولو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې د مېشتو هغو سخت دریځو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د پاکستان په باور د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو په سیمه کې د یوې پوځي اډې په برید کې ښکیل دي.

د روانې اونۍ د دوشنبې په سهار د پاکستان په شمال لوېدیځ بنو سیمه کې یوې وسله والې ډلې پر یوې پوځي اډې برید وکړ. بریدګرو لومړی د دې اډې شاوخوا دیوال ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او بیا یې له پاکستاني پوځیانو سره نښته وکړه، چې د پاکستان د پوځ په وینا اته سرتېري او لس وسله وال بریدګز په کې ووژل شول.

د دې برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی دی، چې د پاکستان د پوځ په وینا په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه خپل فعالیتونه پلانوي."

د طالبانو د حکومت لا تراوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د طالبانو د دپلومات د احضارولو په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو په تیرو وختونو کې د پاکستان ورته تورونه رد کړي او تل یې ویلي چې دوی هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه پر ګاونډيو، سیمه او د نړۍ پر نورو هیوادونو د بریدونو لپاره ګټه واخلي.

د بنو پر پوځي اډې د برید په تړاو په یو بیان کې، د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د افغانستان څخه د راولاړ شویو ګواښونو د مخنیوي لپاره به "ټول اړین او مناسب اقدامات" وکړي، خو نور جزیات یې ورنه کړل.

پاکستان دمخه په افغانستان کې د پاکستان ضد میشتو افراطي ډلو په نښه کولو لپاره د افغانستان په خاوره کې د هوایي بریدونو په ګډون بریدونه ترسره کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG