د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: یاغیانو تښول شوی پوځي افسر او د کورنۍ غړي یې خوشې کړل


پوځ وایي دا څلور کسان د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشې شویدي.
پوځ وایي دا څلور کسان د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشې شویدي.

د پاکستان پوځ وايي چې یاغیانو شنبه اګست ۳۱ ( وږې لسمه) د یو پوځي افسر په ګډون څلور تنه خوشې کړي چې څو ورځې مخکې د ډیره اسماعیل خان څخه تښتولي وو.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پوځي افسر ډګرمن خالد امیر او خپلوان یې د "قید شرط پرته" د قومي مشرانو په هلو ځلو خوشې شویدي.

په اعلامیې کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو دومره یې ویلي چې څلور واړه تښتول شوي کسان په خوندي توګه خپلو کورونو ته ستانه شویدي.

د پوځ دغه ډګرمن په ډیره اسماعیل خان کې د خپل پلار جنازې ته تللی و، چې د چهارشنبې په ماښام وسله والو له خپلو دوو ورونو او یو وراره سره وتښتول.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې ادعا کړې وه چې د اکسان هغوي تښتولي خو ددې تښتونې په بدل کې یې خپلې غوښتنې نه وې په ډاګه کړي.

د ۳۵ ثانیو په یوې ویډیو کې ډګرمن خالد امیر ویلي و: "موږ روغ جوړ یو او د پاکستان په یوه لیرې پرتې سیمې کې چې پاکستاني حکومت ورباندې کنټرول نلري، د طالبانو په ولکه کې یو... موږ له حکومت او لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې زموږ د ازادۍ لپاره ژر تر ژره د طالبانو غوښتنې ومني." خالد امیر پدې ویډیو کې نور وضاحت نه و ورکړی.

سره لدې چې د پوځ ډګرمن په ویډیو کې دا نه دي ویلي چې چا تښتولې خو دوو نورو کسانو بیا منلې وه چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې سره بندیان دي.

د ټي ټي پي وسله وال د کالونو راهسیې د پاکستان په پوځ او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي خو د پوځي افسر تښتول ډیر لږ پیښیږي.

پاکستاني طالبان د افغانستان پولې ته څېرمه په ډیره اسماعیل خان او د خیبر پښتونخوا ایالت په نورو سیمو کې وخت په وخت پر امنیتي ځواکونو او حکومتي هدفونو باندې د خرپ او ترپ بریدونه کوي.

پاکستان "تحریک طالبان پاکستان" نړیواله ترهګره ډله بولي او په دې باور دی چې دا ډله په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ پټنځایونه لري او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه کوي.

په وروستیو میاشتو کې په دغو بریدونو کې د امنیتي مسئولینو په ګډون په سلګونو پاکستانیان وژل شوي چې له کبله یې د کابل سره د اسلام اباد اړیکې خړې پړې شوي دي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له هماغه ځایه بریدونه تنظیموي خو طالب چارواکي وایي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت تیره اوونۍ د حکومت له خوا د رسنیو له لارې د حساب ورکولو د پروګرام په ترڅ کې کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې د غړو شتون د ادعاو په تړاو طالبانو حکومت ته کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

فطرت وویل چې پاکستاني طالبان د دغه هیواد په دننه کې مرکزونه لري او ځینې سیمې یې تر کنټرول لاندې هم دي او له هغو سیمو په دغه هیواد کې بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG