د لاس رسي وړ اتصالات

د 'طالبانو لخوا' یرغمل شويو پاکستاني امنیتي چارواکو مرسته غوښتې


پاکستاني طالبان د افغانستان پولې ته څېرمه په خیبر پښتونخوا کې وخت په وخت پر امنیتي ځواکونو او حکومتي هدفونو باندې د خرپ او ترپ بریدونه کوي.
پاکستاني طالبان د افغانستان پولې ته څېرمه په خیبر پښتونخوا کې وخت په وخت پر امنیتي ځواکونو او حکومتي هدفونو باندې د خرپ او ترپ بریدونه کوي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې وسله والو پنجشنبې اګست ۲۹ (وږي اتمه) د پوځ د یو ډګرمن ویډیو خپره کړه چې یرغمل شوی او د مرستې غوښتنه کوي.

په دغه ویډیو کې د پاکستان د پوځ له ډګرمن خالد امیر سره د هغه یو ورور چې د امنیتي ځواکونو لوړپوړی ملکي چارواکی دی، هم ښکاري.

د پوځ دغه ډګرمن په ډیره اسماعیل خان کې د خپل پلار جنازې ته تللی و، چې د چهارشنبې په ماښام له خپل دوو ورونو او یو وراره سره د وسله والو لخوا وتښتول شو.

د "تحریک طالبان پاکستان" ډلې ددغو کسانو د تښتولو مسئولیت اخیستلی خو تراوسه یې خپلې غوښتنې ندي په ډاګه کړي.

د ۳۵ ثانیو په دغه ویډیو کې ډګرمن خالد امیر ویلي: "موږ روغ جوړ یو او د پاکستان په یوه لیرې پرتې سیمې کې چې پاکستاني حکومت ورباندې کنټرول نلري، د طالبانو په ولکه کې یو... موږ له حکومت او لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې زموږ د ازادۍ لپاره ژر تر ژره د طالبانو غوښتنې ومني." خالد امیر پدې ویډیو کې نور وضاحت ندی ورکړی.

ددغه ډګرمن برمته شوي ورور اصف امیر چې د پولیسو مرستیال کمیشنر دی، په ویډیو کې له خپلو خپلوانو غوښتي چې پر پاکستاني چارواکو فشار راوړي چې د دوی د خوشې کولو لپاره هڅه وکړي.

د سیمې امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته د تښتول شویو کسانو هویت او د ویډیو کره والی تصدیق کړی دی.

د دوو نورو یرغمل شویو کسانو په اړه سمدستي معلومات ندي خپاره شوي. د "تحریک طالبان پاکستان" سرچینو ادعا کړې چې د هغو ملکي خلکو ویډیوګانې نه خپروي چې د حکومت، پولیسو او پوځ سره تړاو نلري.

پاکستاني طالبان د افغانستان پولې ته څېرمه په ډیره اسماعیل خان او د خیبر پښتونخوا ایالت په نورو سیمو کې وخت په وخت پر امنیتي ځواکونو او حکومتي هدفونو باندې د خرپ او ترپ بریدونه کوي.

پاکستان "تحریک طالبان پاکستان" نړیواله ترهګره ډله بولي او په دې باور دی چې دا ډله په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ملاتړ پټنځایونه لري او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه کوي.

په وروستیو میاشتو کې په دغو بریدونو کې د امنیتي مسئولینو په ګډون په سلګونو پاکستانیان وژل شوي چې له کبله یې د کابل سره د اسلام اباد اړیکې خړې پړې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG