د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال شريف: د پاکستان پوځ هېڅ سياسي اجنډا نه لري


دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ په سياست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي بلکې تر دې وړاندې هم د پوځ مشرانو او وياندويانو ويلي چې پوځ د هغه هېواد په سياست کې لاسوهنه نه کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ په سياست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي بلکې تر دې وړاندې هم د پوځ مشرانو او وياندويانو ويلي چې پوځ د هغه هېواد په سياست کې لاسوهنه نه کوي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر او ویاند جنرال احمد شریف چودري ویلي دي چې پوځ هېڅ "سياسي اجنډا" نه لري او نه هم د کوم سياسي ګوند مخالف دی او نه يې طرفدار دی.

د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر جنرال احمد شریف چودري د سپټمبر پر پنځمه (وږی ۱۵) په راولپينډۍ کې خبري غونډې ته وویل چې پوځ له هر حکومت سره "مسلکي او سرکاري" اړيکه لري چې د هغه په وينا د دې واضح بيان په ايين او قانون کې شته.

نوموړي زياته کړه: "د پاکستان په پوځ کې پر دې رايې څرګند يووالی شته چې پوځ به د يوې ملي او رياستي ادارې په حيث د هر ډول ځانګړې سياسي ګټې د تکميل له حصول څخه خوندي ساتل کېږي."

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ په سياست کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي بلکې تر دې وړاندې هم د پوځ مشرانو او وياندويانو ويلي چې پوځ د هغه هېواد يه سياسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

دا چې پوځ ولې په وار وار دې ته مجبورېږي چې په سياست کې د لاسوهنې له تورونو د ځان سپيناوی وکړي، د سياسي چارو کارپوه شمیم شاهد وايي چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې تر اوسه پورې په سیاست کې، په انتخاباتو او نورو ډېرو معاملو کې پوځ ښکیل دی: "نن یوه سیاسي مناظره وه او په هغه کې ټول په دې متفق وو چې پوځ په سیاست کې مداخله کوي، نو ځکه حالات خراب دي. او کله چې پر دوی د لاسوهنې نیوکې کېږي نو پوځ مجبوره شي چې ولس ته خپل سپیناوی وکړي. "

نوموړی زياتوي: "پوځ دا خبرې ردوي‌ چې دوی لاسوهنه نه کوي، خو زما په فکر پوځ ته پکار ده چې د سپیناوي او تردید نه وړاندې خپلې تګلارې بدلې کړي، په سیاسي معاملو کې لاسوهنه پرېږدې نو هله به مسله حل کېږي."

جنرال شريف خبري غونډې ته د وينا پر مهال زياته کړه چې د پوځ هر افسر چې خپله چوکۍ يا منصب د شخصي او سياسي ګټو لپاره کاروي، نو له هغه سره به احتساب کېږي. نوموړې په دې لړ کې د پاکستان د استخباراتي ادارې د پخواني مشر جنرال فيض حميد مثال راوړ چې دا مهال زنداني شوی او پرضد يې په نظامي محکمه کې قضيه روانه ده.

جنرال شریف وویل چې هغه لوړپوړی پوځي افسر یې د "کره شواهدو" پر اساس نیولی دی. نوموړي زياته کړه: "که څوک په پوځ کې خپلې شخصي ګټې په پام کې نیسي او د ترلاسه کولو لپاره یې کار کوي، نو د پوځ د احتساب نظام ورڅخه پوښتنه کوي او د ثبوتونو له مخې ورته سزا ورکوي."

د پاکستان پوځ د اګست پر ۱۲مه د جنرال حمید د نیولو خبر ورکړی وو او هغه مهال یې ویلي وو چې هغه یې د سترې محکمې د امر پر اساس د اداري فساد په قضيه کې نيولی دی.

دا چې د پاکستان د پوځ وياند ته ولې يو ځل بيا د خبري غونډې کولو او د جنرال فيض حميد په اړه د څرګندونو اړتيا پېښه شوه، د سياسي چارو يو بل شنونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي، په پاکستان کې مسله دا ده چې پوځ په دې هېواد کې پارلمان، قضایه او نورې ادارې یرغمالې کړي دي، خپله د دې هېواد قضاییه وايي چې پوځ یې کنترولوي، دلته د حکومت خبره څوک نه مني. او نه شهباز شریف په ولس کې دومره محبوبیت لري. نو د پوځ خلاف په ولس کې یوه غوسه موجوده ده، نو ځکه پوځ اړ دی چې د جنرال فیض حمید په ګډون په ګڼو نورو معاملو خپل سپیناوی وکړي.

نوموړی زياتوي: "دلته خلک وايي، چې د فیض حمید په درغلیو خو دوی له وړاندې خبر ول، نو اوس یې ولې ونیولئ، هغه ځکه چې خپله د پاکستان پخواني زنداني صدراعظم عمران خان ویلي وو هڅه کېږي چې جنرال فیض حمید د ده خلاف د وعده معاف ګواه په توګه وکاروي. نو کله چې داسې نیوکې کېږي نو بیا پوځ هم مجبوره شي چې خپل بیان ورکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر ۲۳مه د خپلې کاري مودې تر پای ته رسېدو اووه ورځې وړاندې په راولپينډۍ کې يوې غونډې ته ويلي وو چې پوځ ۷۰ کاله په سیاست کې مداخله کوله خو تر دې وروسته به یې نه کوي.

نوموړي زياته کړې وه: "پوځ د پاکستان خدمت کوي خو بیا هم نيوکې ورباندې کېږي... د دې لوی لامل په تېرو ۷۰ کلونو کې په سياست کې د پوځ لاسوهنه ده چې يو غير قانوني کار دی".

تر هغه وروسته د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ پر ۱۲مه خپلو پلویانو ته په يوه ویډیويي وینا کې ادعا کړې وه چې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د سلب اعتماد له لارې د ده د حکومت ختمولو تر شا هم "د باجوه لاس" وو.

نوموړي زياته کړې وه چې د هغه د صدراعظمۍ پر مهال ټول واک له جنرال باجوه سره وو. "باجوه لوی پاچا وو. د حکومت کارونه به د هغه له تاييد پرته نه کېدل. هغه د هر څه دپاسه ناست وو. ټولې پرېکړې هغه کولې."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG