د لاس رسي وړ اتصالات

د خيبر پښتونخوا په جنوبي ولسواليو کې ناامني ولې زياته شوې ده؟


د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د جنوبي ولسواليو اوسیدونکو په خپلو سیمو کې د ناامنۍ پرخلاف وخت په وخت احتجاجي لاريونونه، پرلتونه او جرګې هم کړې خو په دغو سیمو کې ناامني لا هم دوام لري.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د جنوبي ولسواليو اوسیدونکو په خپلو سیمو کې د ناامنۍ پرخلاف وخت په وخت احتجاجي لاريونونه، پرلتونه او جرګې هم کړې خو په دغو سیمو کې ناامني لا هم دوام لري.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي ولسواليو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې پر حکومتي ځواکونو، په ځانګړې توګه پر پوليسو د بريدونو ترڅنګ، هدفي وژنې او د خلکو تښتول پکې شامل دي.

د دغو ولسواليو خلکو هلته د روانې ناامنۍ خلاف وخت په وخت احتجاجي لاريونونه، پرلتونه او جرګې هم کړې دي، خو حکومت او پوځ ويلي چې د امنيت ټينګ ساتلو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد يې هدفي عمليات دوام لري.

د سپټمبر پر لومړۍ نېټه (وږي ۱۱) ماښام ناڅرګنده وسله والو د بنو د منډان تاڼې په حدودو کې پر يو پولیس ډزې وکړې او هغه يې وواژه.

تر دې څو ورځې وړاندې، د اګست پر ۲۸مه نېټه (وږي ۷) وسله والو طالبانو د پاکستان پوځ ډګرمن خالد امير له خپلو دوو وروڼو او يو وراره سره يو ځای د ډېره اسماعيل خان په کلاچي سيمه کې د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې د ګډون پر مهال برمته کړ، چې درې ورځې وروسته، د اګست پر ۳۱مه (وږي لسمه) ناوخته د پوځ د مطبوعاتي څانګې په وينا هغوی په "خوندي او غیر مشروط" ډول خوشې شول.

تر هغه وړاندې، د اګست پر ۲۶مه نېټه (وږي ۵) وسله والو د ډېره اسماعيل خان په درابڼ کې د ملي جمهوري غورځنګ يوځايي مخکښ او فعال عمر شېرانی او د اګست پر ۲۱مه (زمري ۳۱) بيا د بنو په جانيخېلو سیمه کې د ځايي جرګې يو مشر او د امن لاریونونو منتظم ډاکټر نور محمد وزیر په هدفي برید کې ووژل.

پر دې سربېره په دا وروستيو کې په هغو ولسواليو کې په وسلوالو بريدونو کې لسګونه امنيتي عسکر او پوليس وژل شوي دي.

دا چې هلته د ناامنيو په پېښو کې د زياتوالي مهم لامل څه دی؟ د سياسي او امنيتي چارو پوه فخر کاکاخېل وايي چې د خيبر پښتونخوا جنوبي ولسوالۍ د هغه ايالت له قبايلي ولسواليو سره شريکه پوله لري نو ځکه په جغرافيايي توګه "زيان منوونکي" دي

نوموړی زياتوي: "پر دې سربېره هلته د زیربناو او ادارې کمزورې دي او پوليس پرمختللي وسايل او سالمه روزنه نه لري نو ځکه زياتره وخت پوليس د وسلوالو تر بريدونو لاندې راځي."

د کاکاخېل په وينا، بل خوا پاکستاني وسله وال طالبان په ډېرو حوالو تر پخوا قوي او منظم شوي دي چې مخنيوی او کنټرول يې په اسانه نه شي کېدلای.

دا په داسې حال کې ده چې د ټانک امن جرګې د سپټمبر پر دويمه نېټه (وږي ۱۲) رسنيو ته وويل چې وسله والو طالبانو څه موده وړاندې د پاکستان د سرحدي ځواکونو تښتول شوي درې سرتېري او د يو شخصي امنيتي شرکت څلور غړي د دوشنبې په ورځ "بې له قيد و شرطه" هغې جرګې ته وسپارل.

د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن هم په دا وروستيو کې په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د خیبر پښتونخوا په جنوبي ولسواليو کې د ناامنۍ په اړه "اندېښنه" څرګنده کړې وه.

نوموړي زياته کړې وه: "په ډېره اسماعيل خان، ټانک او لکي مروت کې هېڅ پوليس نه شته. د شپې په اوږدو کې دا سیمې د وسله والو په ولکه کې وي او د ورځې بيا پوليس راشي."

د سیمې یو بل شنونکی عبدالله ننګیال بیا وايي، چې د ترهګرۍ اوسنۍ زیاتېدونکې څپې ځايي ولس زیات پرېشانه کړی دی، له ډېرو سیمو خلک او په تېره کاروباري طبقه خپل کاروبارونه راغونډوي او سیمه پرېږدي.

بل خوا پوليس اوامنيتي ځواکونو دا ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي چې په سیمه کې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره يې د وسله والو پرضد بې توپيره هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او يوشمېر وسله وال يې وژلي دي.

دا چې پوليس او امنيتي ځواکونه ولې تر اوسه نه دي توانېدلي چې دا سيمې له وسلوالو پاکې کړي او هلته امنيت ټينګ کړي، د چارو شنونکی ډاکټر عرفان اشرف په دې نظر دی چې د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلعې د پاکستان د ریاستي چوکاټ په پریکړه نیوونکو ادارو کې استازیتوب نه لري، نو ځکه تر کړاو او تشدد لاندې دي، بلکې اوس خو ټوله خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد جګړې پس تر داسې حالاتو تېرېږي.

د نوموړي په وینا په پاکستان کې په وفاقي ( مرکزي) کچه یا په ملي ادارو د پښتنو نمایندګي نشته ده، او که یوشمېر پښتانه شته هم خو هغوی په پریکړه نیوونکو ادارو کې نشته.

دی زیاتوي بل سبب یې دا دی چې په دې سیمو کې د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه ډېرې پیسې راځي، نو په دې سیمه کې یو منظم تشدد روان دی. "هلته پوځ چې د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه له امریکا څومره پیسې اخیستې او اخلي نو په هغو یې پاخه مرکزونه جوړ کړي او د دې سیمې طبیعي شتمنۍ او زېرمې یې نیولې دي او هغه نه پرېږدي. "

ډاکټر عرفان اشرف وايي، د خیبر پښتونخوا له جنوبه تر شماله په دې سیمو کې اوس حالات په بدلېدو دي، خلک چې څنګه په سوات کې راوزي نو هغسې په وزیرستان کې هم راوزي، او د ریاست دغه تګلارې د پخوا غوندې نشي چلېدلای، خلک اوس راپاڅي، نو یا خو به ریاست دغه تګلارې ترک کوي، خلکو ته به ونډه ورکوي، د خلکو خبره به مني، یا به دلته کې تشدد نور هم زیاتېږي. نو خدای دې نه کوي چې خبره "کورنۍ جګړې" ته ولاړه نه شي.

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ کال د جون پر ۲۲مه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د نويو پوځي عملیاتو اعلان هم وکړ. پوځ او حکومت دعوه کوي چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات ضروري دي خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې سياسي ګوندونو او عام ولس د نويو پوځي عملیاتو پرضد پراخ احتجاجونه کړي او ويلي یې دي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره ټینګ شوی.

د دې اندېښنې په غبرګون کې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف ويلي وو چې دا ځل به د پوځي عملياتو پر مهال دومره "پراخ جنګ نه کېږي چې خلک کډوالۍ ته اړ شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG