د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د 'ډیجیټل ترهګرۍ' خبرداري د ټولنیزو رسنیو د محدودولو اندېښنې پارولي


د پاکستان په لاهور کې د جنرال عاعم منیر له عکس سره یو لاریون
د پاکستان په لاهور کې د جنرال عاعم منیر له عکس سره یو لاریون

د پاکستان پوځ د "ډیجیټل ترهګرۍ" په اړه په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې د بیان د ازادۍ د فعالانو په باور، دا کمزورې غوره شوې اصطلاح ټولو هغو کسانو ته کارول کیدی شي چې په انلاین بڼه پر پوځ نیوکه کوي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر تازه خبرداری ورکړی چې ډیجیټل ترهګري د وسله والو ځواکونو په خلاف د "ګډوډۍ او غلطو معلوماتو" خپرولو لپاره استعمالیږي. د اګست په ۱۴مه د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ د ایبټ اباد په پوځي اکاډمۍ کې د خبرو پر مهال منیر وویل چې د ډیجیټل ترهګرۍ له لارې د پاکستان د ادارو او خلکو ترمنځ د نفاق رامنځته کولو هڅه کیږي.

د پاکستان ددغه لوړپوړي جنرال په خبرو کې، د سیاسي مخالفو مشرانو چې په ملکي حکومت کې د پوځ د رول کمېدل غواړي او هغو بیلتون غوښتونکو اورپکو ترمنځ توپیر ندی شوی چې د کلونو راهیسې په بلوچستان کې د پوځ په خلاف وسله واله مبارزه کوي. هغه د کوم شخص، ډلې او یا ګوند نوم ندی اخیستی چې د نوموړي په اصطلاح د "ډیجیټل ترهګرۍ کمپاین" پر مخ بیايي.

په ۲۰۲۲ کې له واک څخه د پخواني صدراعظم عمران خان له لیرې کېدو راهیسې په پاکستان کې انلاین سیاسي فعالیتونو زور اخیستی دی. ډیرو انلاین کمپاینونو د پاکستان په سیاست او ددغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې د پوځ د دخالت په خلاف دریځ نیولی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودهري د اګست په پیل کې وویل چې د ډیجیټل ترهګرې په اړه تراوسه اقدامات ندي شوي او خبرداری یې ورکړ چې په دې کې د لتاړو کسانو په خلاف به ګام پورته شي.

د فعالانو غبرګون

د ډیجیټل د حقونو فعال او شنونکي هارون بلوڅ وویل، د ډیجیټل ترهګرۍ اصطلاح تعریف شوې نده او د پوځ له لوري په مبهم ډول کارول کیږي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "حکومت ددې پرځای چې د اصلي ترهګریزو ګواښونو سره مبارزه وکړي، دا اصطلاح د یوې وسیلې په توګه ددې لپاره کاروي چې انلاین وینا کنټرول کړي او هغه کسان خاموش کړي چې پر حکومت نیوکه کوي."

خو په پېښور کې خبریال حق نواز خان چې د پاکستان او افغانستان مسلې پوښي، وايي که څه هم ډیجیټل او اصلي ترهګري دواړه ګواښونه دي، خو یوازې پر ډیجیټل مسلو تمرکز کولی شي ځواکونه د جګړې په ډګر کې د اصلي ترهګرۍ په خلاف له مبارزې څخه منحرف کړي. هغه وايي، اصلي ترهګرې ډلې سمدستي پاملرنې ته اړتیا لري.

د پېښور په پوهنتون کې د تاریخ محصلې سلما ګل امریکا غږ ته وویل چې د ډیجیټل ترهګري اصطلاح "د پاکستان په قانوني چوکاټ کې نشته. دا ناپیژندل شوې اصطلاح د پوځ لخوا په هغو کسانو باندې د برید کولو لپاره رامنځته شوې چې خپل غږ پورته کوي. زما په اند، زه اوس ریښتیا نه شم ویلای. دا په ښکاره ډول زما د بیان ازادي محدودوي."

نوموړې په دې باور ده چې بنسټونه باید بدنام نه شي، بلکې په ښکاره ډول نیوکه ورباندې وشي.

ډیر شمېر پاکستانیان وايي پر پوځ باندې انلاین نیوکې خورا زیاتې شوي، چې په انلاین پوسټونو کې ددغه هیواد د پوځ پر مشرتابه ملنډې وهل کیږي.

د پاکستان د ډیجیټل حقونو کارپوه انیس قریشي وویل: "د پاکستان د پوځ د مشر عکس په ټولنیزو رسنیو کې د نامناسبو الفاظو سره شریک شوی، چې حکومت ته په هیواد کې د ټولنیزو رسنیو پر کارولو د محدودیت لګولو دلیل په لاس ورکوي."

پر انټرنیټ محدودیت

په پاکستان کې د انټرنیټ کاروونکو په تیرو څو اونیو کې د انټرنیټ د سرعت د کمېدو خبر ورکړی دی. دې ستونزې په میلیونونو کاروونکي اغیزمن کړي، کاروبارونه یې ګډوډ کړي او په ټول هیواد کې یې شکایتونه پارولي دي.

د ټکنالوژۍ کارپوهان وايي چې په دې وروستیو کې نصب شوی انټرنیټ فایروال کولی شي حکومت ته ددې توان ورکړي چې ټولنیزو رسنیو، ویب پاڼو او میسینجر پلټفارمونو ته لاسرسی بند کړي. ډیری دا د چین له هغه مشهور انټرنیټ فایروال سره پرتله کوي چې بیجینګ ته د مخابراتو د بشپړ سانسور وړتیا ورکوي.

پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي چې ګواکې د انټرنیټ سرعت یې کم کړی دی. تېره اوونۍ د پاکستان د معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ځايي رسنیو ته وویل چې حکومت د انټرنیټ د ورو کېدو مسئول نه دی.

د ترهګریزو بریدونو دوام

په وروستیو اونیو کې د انلاین نیوکو سره پر مبارزه باندې د پوخ د تمرکز هم مهاله، په امنیتي ځواکونو او حکومتي تاسیساتو باندې د اورپکو ګڼ بریدونه بریدونه شوي دي.

د دوشنبې په ورځ، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ناکراره ایالتونو کې د پولیسو په مرکزونو، د ریل ګاډي په شبکو او لویو لارو د وسله والو په بریدونو کې د ۱۴ امنیت ساتونکو په ګډون له ۷۰ زیات کسان ووژل شول.

په قبايلي سيمو او ولسواليو کې چې د وسله والو فعاليتونه ډېر دي، د پاکستان د قانون پلي کوونکو ادارو او پوځ د ترهګرۍ ضد عمليات ګړندي کړي دي. په ۲۰۲۱ کال کې له ګاونډي افغانستان څخه د امریکا له وتلو او په کابل کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې، په پاکستان کې د ترهګرۍ پیښې زیاتې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG