د لاس رسي وړ اتصالات

شهباز شریف: د بلوڅ بیلتون غوښتونکو د بریدونو هدف د پاکستان-چین د اړیکو خرابول دي


د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

د پاکستان حکومت د خپلو هغو ۱۴ سرتېرو جنازې وکړې، چې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو په تازه بریدونو کې وژل شوي وو. صدر اعظم شهباز شریف په خپل هېواد کې د ترهګرو په ځپلو ټېنګار کړی دی.

په پاکستان کې مقامات وايي چې د یکشنبې له ورځې راهېسې د بلوچستان په ایالت کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو په بریدونو کې څه باندې ۷۰ تنه وژل شوي.

د بلوچستان چارواکي وايي په وژل شویو کې ۳۸ ولسي خلک دي، چې په لویې لارې کې یې موټرونه درول شوي، پېژندپاڼې یې لیدل شوي او بیا وژل شوي دي. مقامات د ۲۱ بریدګرو د وژل کېدو خبره هم کوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سه شنبې په ورځ اګست ۲۷ (سنبله ۶) د غچ اخیستلو ترڅنګ وویل د دغو بریدونو لوی هدف دا دی چې د پاکستان-چین د اقتصادي دهلیز (سیپیک) مخه ونیول شي.

هغه وویل: «ترهګر غواړي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز او نورې پراختیايي پروژې بندې کړي.» هغه خپلې کابینې په یوې تلویزوني وینا کې دا خبره هم وکړه چې ترهګر غواړي له دې لارې د چین او پاکستان ترمنځ درز پیدا کړي او روابط یې خراب کړي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې لین جیان خبري کنفرانس ته ویلي دي: «چین چمتو دی چې له پاکستاني لوري سره د د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره امنیتي همکاري لا قوي کړي چې په ګډه د سیمې سوله او ثبات تامین کړي.»

بلوڅ بیلتون غوښتونکو د دغو اکثریت بریدونو مسئولیت اخیستی او دغو بریدونو ته یې د «تور توفان» نوم ورکړی دی. دغې ډلې رسنیو ته په یوې استول بیان کې ویلي دي چې دوی ډېر بریدونه کړي دي، خو مقاماتو لا تائید کړي نه دي.

دا په تېرو څو کلونو کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو تر ټولو لوی بریدونه بلل کېږي. دا ډله له پاکستان څخه د بلوچستان بیلول غواړي. دوی وايي چې د پاکستان حکومت د دوی طبعي زېرمې لوټي.

د سیپیک پروژه د چین د ولسمشر شي جینپینګ د «یو کمر بند او یوه لار» د پروژې برخه ده، چې ۶۵ میلیارد ډالر پانګونه په کې کېږي.

پاکستان په بلوچستان کې د طبعي زېرمو د سپړلو لپاره د تاسیساتو په جوړولو کې پاتې راغلی او له چین څخه یې غوښتي چې د دغه ایالت په پراختیا کې ورسره مرسته وکړي. چین دا وروستي بریدونه غندلي او د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د پاکستان د هڅو ملا یې تړلې ده.

د دغه راپور معلومات د اسوشیتډ پرس او رویټرز خبري اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG