د لاس رسي وړ اتصالات

د خيبر پښتونخوا اعلی وزير په پیښور کې د طالبانو سرقونسل سره کتلي


د اعلی وزيردفتر ویلي چې په دې کتنه کې علي امين ګنډه پوراو د طالبانو سر قنسول حافظ محب الله د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د اعلی وزيردفتر ویلي چې په دې کتنه کې علي امين ګنډه پوراو د طالبانو سر قنسول حافظ محب الله د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر علي امين ګنډه پور په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره د مخامخ خبرو د اعلان وروسته په پېښور کې د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان د قنوسلګرۍ د چارواکو سره کتلي دي.

د اعلی وزير د دفتر له خوا د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۲(وږي ۲۲) په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په پیښور کې په دې کتنه کې علي امين ګنډه پور او د طالبانو سر قنسول حافظ محب الله د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې همداشان دوی د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې، د سیمه ییزې سولې او ثبات، په خيبر پښتونخوا ايالت کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواري او پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې د ښاغلي ګنډه پور له قوله ویل شوي چې د خيبر پښتونخوا او افغانستان ولسونه مشترک ارزښتونه لري او د پولې پورې غاړې خلک په ژبني، مذهبي، کلتوري او انساني رشتو سره تړلي دي.

نوموړي زياته کړه چې د ترهگرۍ پرضد جگړه کې د دواړو خواوو خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي او اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره جدي هڅې وشي.

ګنډه پور ویلي چې د پاکستان مرکزي حکومت بايد په دې اړه يوه جرګه جوړه کړي او له گاونډي هېواد سره خبرې اترې وکړي.

دا کتنه یوه ورځ وروسته له هغې شوې چې د سپټمبر پر ۱۱ (وږي ۲۱) علي امین ګنډه پور په پېښور کې د وکیلانو ټولنې یوې غونډې ته په وینا کې وويل چې د خيبر پښتونخوا ايالت د خلکو د استازي په توګه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په خپل ایالت کې د پرتو ستونزو په اړه مخامخ خبرې وکړي.

نوموړي زياته کړه: "زه وایم، پرېږدئ چې افغانستان ته یو پلاوي واستوم، هغه مو ګاونډی دی، خو هېڅوک مو پرواه نه لري، زما وینه بهېږي او تر څو به یې زغمم. "

په ورته وخت کې د پاکستان د مرکزي حکومت د دفاع وزیر خواجه اصف د ښاغلي ګنډاپور دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې یو ایالت د کوم بهرني هیواد سره مخامخ خبرې نشي کولای.

خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۱۲ ( وږي ۲۲) د پاکستان ملي پارلمان غونډې ته په وينا کې د علي امين ګنډاپور څرګندونو ته په غبرګون کې وويل، د خېبرپښتونخوا ایالت د افغانستان سره د مذاکراتو خبره په "فېډرېش، مرکز باندې نېغه حمله ده".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG