د لاس رسي وړ اتصالات

ګنډه پور: له افغانستان سره پخپله مخامخ خبرې کوم


د خیبرپښتونخوا اعلی وزیرعلي امین ګنډاپور ویلي، د خپل ولس ژوند به ژغوري، هغوی یې ګوند ته رایې ورکړې دي او ځواب ترې غواړي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیرعلي امین ګنډاپور ویلي، د خپل ولس ژوند به ژغوري، هغوی یې ګوند ته رایې ورکړې دي او ځواب ترې غواړي.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډه پور ویلي چې ددغه ایالت د خلکو د استازي په توګه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره په خپل ایالت کې د پرتو ستونزو په اړه مخامخ خبرې وکړي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر وویل: "زه وایم، پرېږدئ چې افغانستان ته یو پلاوي واستوم، هغه مو ګاونډی دی، خو هېڅوک مو پرواه نلري، زما وینه بهېږي او تر څو به یې زغمم. "

علي امین ګنډه پور دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۱۱ (وږي ۲۱) په پېښور کې د وکیلانو ټولنې یوې غونډې ته په وینا کې کړي دي.

هغه ویل، سر له نن څخه اعلان کوي چې پخپله افغانستان ته یو پلاوی استوي، دوی [اسلام اباد حکومت] دې خپلې تګلارې له خپل ځان سره کښېږدئ. "د یوه ایالت د استازي په توګه له افغانستان سره خبرې کوم، خپلې ستونزې په خپله وسره هواروم."

علي امین ګنډه پور ویلي، د خپل ولس ژوند به ژغوري، هغوی یې ګوند ته رایې ورکړې دي او ځواب ترې غواړي.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر په باب داسې ګنګوسې وې چې هغه یې په اسلام اباد کې نیولی دی، ځکه چې نوموړی هلته تر یوې لویې ولسي غونډې وروسته تر یوڅو ساعتونو پورې لادرکه وو.

د تحریک انصاف مشر او پخوانيصدراعظم عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی، هغه هم رسنیو ته ګنډه پور د نیولو خبره کړې وه.

په دې وروستيو کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

د ناامنۍ د دې څپې پرضد ځايي ولسونه، د خیبر پښتونخوا په ځینو ولسوالیو کې پراخ لاريونونه، پرلتونه او جرګې کوي.

خپله د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر ۱۱مه نېټه د پښتنو یوه لویه جرګه راغوښتې چې په سیمه کې د امنیت په ګډون د پښتنو پر شتمنیو د پښتنو د واک او اختیار مسایل به پکې څېړل کېږي.

خو د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونه وايي چې د امنیت د ټینګښت لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی او پکې وخت په وخت وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

تراوسه د پاکستان مرکزي حکومت او د طالبانو حکومت د علي امین ګنډه پور دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د ډیرو امنیتي پیښو تر شا د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" لاس ګڼي او ادعا کوي چې ددغې ډلې وسله وال په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر څارنې لاندې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

د طالبانود حکومت د دفاع وزارت لوی درستیزقاري فصیح الدین فطرت په کابل کې د اګست په میاشت کې یوي خبري کنفرانس ته وویل چې هیڅوک دا نشي ثابتولی چې ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې شتون لري.

هغه ادعا وکړه چې دا ډله د پاکستان په دننه کې ډیرې سیمې تر کنټرول لاندې لري او له هغه سیمو ددغه هیواد په دننه کې بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG