د لاس رسي وړ اتصالات

خيبر کې پرلتوالو د تورخم او پېښور ترمنځ د مال وړونکو موټرو بديله لاره هم تړلې ده


د خیبرپښتونخوا ایالت په جمرود کې سیمه ییزو پرلت کوونکو د پیښور او تورخم ترمنځ د باروړونکو موټرو پرمخ لاره تړلې چې له امله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزو مالونو لیږد هم ټکنی شوی دی.
د خیبرپښتونخوا ایالت په جمرود کې سیمه ییزو پرلت کوونکو د پیښور او تورخم ترمنځ د باروړونکو موټرو پرمخ لاره تړلې چې له امله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزو مالونو لیږد هم ټکنی شوی دی.

د خیبر په جمرود کې د راجګل بې کوره شويو کډوالو د سپټمبر له ۱۰مې (وږي ۲۰) په بيګياړي سيمه کې د تورخم او پېښور ترمینځ بديله لاره هم د مال وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.

دغو پرلتوالو تر دې وړاندې، له تېرو ۲۳ ورځو راهيسې د خيبر لويه لاره د احتجاج په توګه تړلې وه چې له امله يې د پاکستان او افغانستان ترمینځ دوه اړخيزه تجارت اغېزمن شوی وو.

د خیبرپښتونخوا ایالت په جمرود کې سیمه ییزو پرلت کوونکو د پیښور او تورخم ترمنځ د باروړونکو موټرو پرمخ لاره تړلې چې له امله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزو مالونو لیږد هم ټکنی شوی دی.

د عمومي لارې تر تړلو وروسته سوداګرو د خپلو بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره د خیبر درې د عمومي لارې پر ځای د شلمان لاره کاروله چې هغه هم اوس پرلتوالو وتړله.

دا تر هغه وروسته ده چې د تيرا د راجګل سيمې بې ځایه شويو کډوالو له شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې په جمرو کې احتجاج پيل کړی او خپلو سيمو ته د ستنیدلو غوښتنه کوي.

دغو کډوالو شاوخوا ۲۳ ورځې وړاندې د جمرود په ګيګياړۍ سيمه کې احتجاجي پرلت پيل کړ او د خيبر لويه لاره يې د بار وړونکو موټرو پرمخ وتړله.

په شلمان کې د بديلې لارې د تړلو په غبرګون کې د لنډي کوتل ځايي خلکو خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي چې په دې اقدام سره هغوی له ستونزو سره مخامخ شوي او ورځنی ژوند يې اغېزمن شوی دی.

د لنډي کوتل سياسي اتحاديې يو مشر مراد حسين اپرېدي رسنيو ته ويلي چې د لارو د تړلو له امله د لنډي کوتل روغتونو او تعليمي ادارو ته کارکوونکي نه شي ورتلای او په لنډي کوتل بازار کې د خوراکي توکو کمی هم راغلی دی.

نوموړی زياتوي: "زموږ په روغتون کې د نارينه او ښځينه ډاکټرانو کموالی راغلی دی. بل خوا زموږ د ماشومانو تعليم متاثره شوی دی. پر دې سربېره د تېلو کموالی او ورسره د خوړو او نورو ورځنيو شيانو قلت راغلی دی."

تر دې وړاندې، په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې د افغان تجارت پر وړاندې دې د تورخم او پېښور ترمینځ غځېدلې لاره خلاصه کړي.

دغه سفارت د اګست پر ۲۸مه (وږي ۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه په یو خپور شوي بیان کې ویلي وو چې د تورخم دروازه څو ځلې د تازه مېوو او سبزیو په موسم کې د افغان تجارت پر وړاندې بنده او خلاصه شوې ده.

خبرپاڼې زياته کړې وه: "دا مهال څه کم ۲۰۰۰ لارۍ له تورخمه پېښور ته په لاره کې یادو خلکو درولې دي، چې په میلیونونو ډالر زیان یې افغان تجارانو ته رسېږي."

د طالبانو سفارت په خبرپاڼه کې ويلي وو چې د لارې بندېدو موضوع يې له پاکستاني چارواکو او اداراتو سره "مکرراً شریکه کړې" او هغوی یې د ژرترژره حل ژمنه کړې، خو په وينا يې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

د پاکستان حکومت او پوځ لا تر اوسه د طالبانو د سفارت او د سیمه ییزو سوداګرو غوښتنو ته رسمي ځواب نه دی ويلی.

په عين حال کې په تورخم کې د ګمرکي مالونو د تصفيې اتحاديې ويلي چې د جمرود په بيګياړۍ سيمه کې د خيبر د راجګل سيمې د کډوالو د احتجاجي پرلت له امله د پاکستان او افغانستان ترمینځ دوه اړخيز تجارت، ټرانسپورټ او د ځايي ولس ژوند اغېزمن شوی دی.

د دې اتحاديې يو مشر معراج الدين شينواري د اګست پر ۳۱مه (وږي ۱۰) په لنډي کوتل کې د يوه احتجاجي لاريون پر مهال د پاکستان له حکومتي او نظامي چارواکو غوښتنه وکړه چې د لارې د خلاصولو په برخه کې دې "مداخله" وکړي او د کوکيخېل قبايلو د "مشروع غوښتنو" په منلو سره دې د هغوی ستونزې "هوارې" کړي.

هغه ویلي و: "حکومتي ادارې ولې دومره بې وسه دي؟ حکومت بايد په دې اړه غونډه وروبلي او د کوکيخېل قوم مسلې ورحل کړي چې هغوی خپلو کورونو ته ولاړ شي، ځکه دا مسله له ۱۰ کلونو راهيسې روانه ده او د پنځو او ۱۰ مياشتو مسله نه ده."

تر دې وړاندې د پېښور او تورخم ترمینځ د چلېدونکو موټرو مالکانو او سوداګرو هم ويلي وو چې د هغه پرلت له کبله نه یوازې د خوراکي توکو په رسولو کې مشکلات لري بلکې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سبزیو او مېوو لارۍ هم ايسارې شوې دي.

په ۲۰۱۳م کال کې د خيبر د تيرا په راجګل سيمه کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله څه باندې شل کورنۍ بې کوره شوې وې او په جمرود کې دېره شوې وې. د دې کډوالو مشران وايي چې حکومت په ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کلونو کې تر احتجاجونو وروسته څه باندې ۶۰ سلنه کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکړه خو سلګونه کورنۍ لا هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

د راجګل کډوالو مشر ملک نصير کوکيخېل وايي تر څو چې هغوی ته خپلو کلیو ته د ستېندو اجازه نه وي ورکړل شوې او هلته د بيارغونې کارونه نه وي پيل شوي، ترهغې به احتجاجي پرلت روان وي.

نوموړی زياتوي: "موږ د لارې بندېدو په تاوانونو پوهېږو. دا ټول زموږ وروڼه دي، که شينواري دي که نور دي او دا ډول د افغانستان په مشکلاتو هم خبر يو، خو زموږ مشکلات ډېر غټ دي ځکه چې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې زموږ کورونه بند دي او موږ خپلو کورونو ته نه شو تلای."

د پېښور کميشنر ریاض مسید او د خيبر انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) ثنا الله خان د راجګل کډوالو له کمېټې سره مذاکرات کړي خو تر اوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.

بل خوا په خیبر کې مېشت پاکستانيو امنیتي ځواکونو ويلي چې په راجګل کې اوس هم داسې ځایونه شته چې هلته وسله وال موجود دي او چې کله دغه ځايونه له وسله والو پاک کړي نو بيا به پاتې کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکوي.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت ترټولو لویه لار ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي موټر تیریږي.

دا لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG