په پاکستان کې د بلوچستان نېشنل ګوند مشر او د هغه هېواد د ملي پارلمان غړي سردار اختر جان مېنګل د سپټمبر پر درېيمه (وږي ۱۳) د پارلمان له چوکۍ څخه استعفا ورکړه.
د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي چې له افغانستان څخه په يوه اونۍ کې ۷۲ زره او ۶۲۴ کسان ددغه هیواد ګاونډیو هیوادونو ته وتلي دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي ولسواليو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې پر حکومتي ځواکونو، په ځانګړې توګه پر پوليسو د بريدونو ترڅنګ، هدفي وژنې او د خلکو تښتول پکې شامل دي.
په تورخم کې د ګمرکي مالونو د تصفيې اتحاديې ويلي چې د جمرود په بيګياړۍ سيمه کې د خيبر د راجګل سيمې د کډوالو د احتجاجي پرلت له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخيز تجارت، ټرانسپورټ او د ځايي ولس ژوند اغېزمن شوی دی.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د خيبر پښتونخوا ايالت په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې يې د عملياتو پر مهال اته مشکوک وسله وال وژلي دي.
په پاکستان کې د طبیعي ناورينونو د مخنيوي ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي دي چې د روان ميلادي کال د جولای له لومړۍ نېټې (چنګاښ ۱۱) د اګست تر ۳۰مې (وږي ۹) پورې په خيبر پښتونخوا ايالت کې له ورښتونو سره د تړليو پېښو په نتيجه کې ۸۸ کسان مړه شوي او ۱۲۹ ژوبل شوي دي.
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د سياسي ګوندونو او سوداګرو اتحاديو او زیات شمیر ځايي اوسیدونکو د افغانستان له سپين بولدک سره د سفر لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط عملي کېدو خلاف د احتجاج په توګه " ولسي پاڅون" کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ويلي چې د هغه غورځنګ له خوا د روان ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۱۱مې جرګه به په خيبر کې کوي.
د لادرکه کړل شویو کسانو د نړیوالې ورځې سره هممهاله په پاکستان کې د بشري حقونو یو شمیرفعالان ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې زرګونه پښتانه او بلوڅان په زوره لادرکه کړل شوي دي.
په بلوچستان کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې وخت ناوخته په هغه ايالت کې د چين ــــ پاکستان اقتصادي لارې (سيپېک) پر پرمختيايي پروژو او کارکوونکو بريدونه کوي. هغوی د دغو پروژو پر چینايي کارکوونکو او نورو چینايي وګړو د بريدونو مسوليت منلی دی.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره دې د تورخم او پېښور تر منځ غځېدلې لاره پرانیزي.
په اسلام اباد کې "د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز" په نوم یوې غیر حکومتي څيړنيزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې د تېر ۲۰۲۳م کال پرتله سږ کال (۲۰۲۴م) په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو له امله رامينځ ته شوې مرګ ژوبله ۷۱ سلنه زياته شوې ده.
په دې وروستيو کې د پاکستان د بلوچستان ايالت په بېلا بېلو سيمو کې په وسلوالو بريدونو کې زياتوالی تر سترګو کېږي، چې يوه بېلګه يې د اګست د ۲۵مې او ۲۶مې (وږی پينځمه او شپږمه) تر منځ شپې مهال بريدونو او د وسلوالو پرضد عمليات دي چې لږ تر لږه ۶۰ کسان پکې ووژل شول.
د چين د ځمکنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال لي چياومينګ د پاکستان له صدراعظم شهباز شريف او د پوځ له لوی درستيز جنرال عاصم منير سره بېل بېل ملاقاتونه کړي دي.
د خیبرپښتونخوا ایالت د پېښور ښار چارواکو دغه ښار ته د افغان کډوالو پر ورتګ بنديز لګولی او امر يې کړی چې هغوی دې د شپږو ورځو لپاره "له خپلو کېمپونو څخه دباندې نه راوځي".
د شمالي وزيرستان په ميرلي کې زرګونو کسانو د هدفي بريدونو او ناامنۍ پرضد احتجاجي لاريون او غونډه کړې ده. د اګست پر ۲۵مه (وږی ۴) د "امن پاڅون" په نوم دغه احتجاج کې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او سازمانونو د مشرانو او غړيو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ او اتمانزيو جرګې مخکښانو هم ګډون کړی وو.
د بلوچستان ايالتي حکومت د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي اېم) پر مشر منظور پشتین دغه ايالت ته پر ورتګ تر۹۰ ورځو بندیز لګولی دی
په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي چې د اګست پر ۲۲مه (وږی ۱) د هغه هېواد د سيند ايالت په حيدراباد سيمه کې يوه ۲۹ مياشتنۍ ماشومه د پوليو وايرس باندې اخته شوې چې دا ډول په هغه هېواد کې په ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دی.
د پاکستان د روغتيا ملي ادارې د اګست پر ۲۳ (وږی ۲) په يو بيان کې ويلي چې د هغه هېواد د خيبر پښتونخوا ايالت په يو بل کس کې د بيزو تڼاکې (اېم پاکس) د ناروغۍ په وایرس اخته شوی دی.
د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم يارخان ولسوالۍ کې د پوليسو پر دوو موټرو د توغنديو په بريد کې ۱۲ پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
نور پورته کول