د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په پنجاب کې غلو۱۲ پوليس وژلي دي


پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي چې دا خونړی بريد د اګست په ۲۲ ناوخته د رحيم يار خان په ماچکه سيمه کې شوی دی.
پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي چې دا خونړی بريد د اګست په ۲۲ ناوخته د رحيم يار خان په ماچکه سيمه کې شوی دی.

د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم يارخان ولسوالۍ کې د پوليسو پر دوو موټرو د توغنديو په بريد کې ۱۲ پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

پوليس چارواکو رسنيو ته ويلي چې دا خونړی بريد د اګست پر ۲۲مه (وږی ۱) ناوخته د رحيم يار خان په ماچکه سيمه کې وشو.

چارواکو زياته کړه چې په دوو ګزمه کوونکو موټرو کې له ۲۰ زيات پوليس سپاره وو چې د باران په اوبو کې بند شول.

پوليس چارواکو په بيان کې ويلي چې وروسته ډاکوګانو (غلو) پر پوليسو راکټونه وتوغول چې په نتيجه کې يې ۱۲ پوليس ووژل شول او شپږ ژوبل شول.

چارواکي زياتوي چې پر دې سربېره پنځه پوليس لادرکه شوي وو چې وروسته په خوندي توګه وژغورل شول.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، صدر اعظم شهباز شريف، د کورنيو چارو وزير محسن نقوي او د پنجاب ايالت اعلا وزيرې مريم نواز په جلا جلا بيانونو کې دا پېښه په کلکو ټکو غندلې او د پوليسو پر مرګ ژوبله يې خواشيني څرګنده کړې ده.

شهباز شريف په خپل بيان کې د بريدګرو خلاف د "سمدستي او موثره عملياتو" لارښوونه کړې ده.

بل خوا مريم نواز ويلي چې دا ډېره "غمجنه" پېښه ده خو "بې ځوابه" به پاتې نه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG