د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د وژل شویو افغانانو جسدونه خپل هېواد ته ستانه کړل شول


جسدونه په سپین بولدک کې خپلو کورنیو ته ورکړل شوي. (د ارشیف عکس)
جسدونه په سپین بولدک کې خپلو کورنیو ته ورکړل شوي. (د ارشیف عکس)

په مرمیو ویشتل شوي او د برېښنا په ستنې پورې ځړول شوي د پنځو افغانانو جسدونه چې د پاکستان په دالبندین کې موندل شوي وو، په افغانستان کې خپلو کورنیو ته ستانه کړل شول.

دا جسدونه د جمعې په ورځ د ایران پولې ته څېرمه د پاکستان د بلوچستان ایالت په دالبندین کې موندل شوي وو.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پنجشنبې اګست ۲۲ (وږي اوله)، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه جسدونه د چهارشنبې په ورځ په سپین بولدک کې خپلو کورنیو ته ورکړل شول.

په بلوچستان کې افغان کونسلګرۍ ددغو جسدونو په ستنولو کې "سخت زیار" ایستلی دی. په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې "دوی د نامعلومو کسانو لخوا په ډیرې بې رحمۍ سره وژل شوي دي."

د وژل شویو کسانو د هویت په اړه نور معلومات ندي خپاره شوي.

بلوچستان د پاکستان ترټولو ستر او کم نفوس لرونکی ایالت دی چې ګڼې وسله والې ډلې پکې فعالیت لري. بلوڅ وسله وال چې د خپلې خپلواکۍ او حقونو لپاره مبازه کوي، او نورې وسله والې ډلې په بلوچستان کې وخت په وخت د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

اسلامپاله وسله والې ډلې هم په دغه ایالت کې په فرقه يي تشدد کې ښکېلې ګڼل کیږي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې شاوخوا ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته اوښتي دي.

د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د امنیت په سر د ترینګلتیا سره، پاکستان د تیر کال راهیسې د مهاجرت د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG