د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: له پاکستان څخه لسګونه زره افغان کډوال په زوره شړل شوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) شمیرنې ښيي چې د پاکستان څخه افغانستان ته له ۵۷ فیصدو څخه د زیاتو افغان کډوالو ستنیدل جبري وو او یوازې ۴۲ فیصده یې په خپله خوښه دغه هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د یکشنبې په ورځ ناوخته جولاۍ ۱۴( چنګاښ ۲۴) په یو راپور کې ویلي چې دغې کمیشنرۍ د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د جولاۍ د میاشتې تر ۱۳ ورځې پورې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۳۶ زره او ۳۶۵ افغان کډوالو ستنیدل ثبت کړي دي

ددغې کمیشنرۍ د معلوماتو پراساس د دغه شمیر ۱۵۵۶۳ تنه په خپله خوښه ستانه شوي او پاتې ۲۰۸۰۲ تنه کډوال په جبري ډول افغانستان ته شړل شوي دي.

له پاکستان څخه افغانستان ته په خپله خوښه او په جبري ډول ستنو شویو افغان کډوالو کې د ثبتو شویو افغان کډوالو د (PoR) او د د افغانستان د پیژندګلوۍ کارت (ACC)، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ اسناد لرونکي او هم د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال شا مل دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې په تیره یوه اونۍ کې له پاکستان څخه یو زر او ۵۹۶ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي او یا هم په جبري ډول شړل شوي دي.

دغې کمیشنرۍ ویلي چې تیره اونۍ چې له پاکستان څخه کوم کډوال افغانستان ته ستانه شوي ۵۳ فیصده ښځې وې او له ۵۵ فیصدو څخه زیاتو یې د ۱۸ کلنو څخه کم عمرونه لرل.

د پاکستان حکومت ویلي چې له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا هم روان دی او ددغه بهیر د دوېیم پړاو په اړه لا تراوسه پریکړه نه ده شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د جولاۍ ۱۱(چنګاښ ۲۱) اسلام اباد کې په یو خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې حکومت یې د غیر قانوني کډوالو د ایستلو پلان د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر ددغه هیواد د قوانینو او په ځانګړي ډول د مهاجرت د قانون په اساس عملي کوي.

میرمن بلوڅ وویل: "پاکستان کې په دې اړه قوانین ډیر روښانه دي. دغسې افراد [قانوني اسنادو نلرونکي بهري وګړي] کیدای شي د جریمې سره مخ شي، کیدای شي هغوی بندیان شي او کیدای شي هغوی وشړل شي د هغوی د ځانګړو دوسیو پر اساس".

میرمن بلوڅ وویل چې د پاکستان امنیتي ادارو منسوبین د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو لټون او ددغه هیواد څخه ایستلو ته دوام ورکوي.

میرمن بلوڅ وویل: "د هغو کسانو په اړه چې د "پي او ار" کارتونه لري کابینې د هغوی د اوسیدانې د مودې د غځلولو یوه پریکړه کړې، ځکه چې ددغسې کارت لرونکو کډوالو د اوسیدانې اعتبار د جون د میاشتې په ۳۰ پاې ته رسیدلی وو. ددې لپاره چې ددغسې افرادو اوسیدانه قانوني بڼه واخلي اوپه کې اسانتیاوې راشي تر بلې پریکړې پورې د یو کال لپاره د اوسیدانې موده وغځوله".

د ملګرو ملتونو او پاکستاني چارواکو د وینا له مخې په پاکستان کې د میلیونونو افغان کډوالو له ډلې ۱.۳ میلیونه یې د کډوالو په توګه ثبت شوي دي او شاوخوا ۹۰۰ زره نور د افغانستان پیژندګلوئ کارتونه لري.

پاتې نور د اوسیدلو قانوني اسناد نلري او یا هم هغوی چې درېیم هیواد کې د اوسیدانې لپاره په تمه دي د ویزو قانوني موده یې پاې ته رسیدلې ده.

پاکستان حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبرپه لومړیو کې ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان وو یوه میاشت مهلت ورکړ چې په خپله خوښه له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د نومبر په اول د مهلت د نیټې د پوره کولو وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

ستنیدونکو کډوالو سره د چین مرسته

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت وايي چې کابل کې د چین سفیر ژاو شینک ددغه وزارت د سرپرست مولوي دین محمد حنیف سره د یکشنبې په ورځ په کتنه کې د ستنیدونکو افغان کډوالو سره د چین د سلو میلیونو یوانو د مرستې د دوېیمې برخې د سپارلو په اړه خبرې کړي دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب رسنیو ته ویلي چې ددغو سلو میلیونو یوانو مرستې ۴۰ میلیونه یوانه له وړاندې د طالبانو حکومت ته سپارل شوي وو.

هغه وویل:" کابل کې د چین سفیر د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې د چین د هیواد له بیرته راستنیدونکو افغان کډوالو سره د سل میلیونو یوانو مرستې د لیږد د دوېیمې مرحلې د رارسیدو ډاډ ورکړ چې شاوخوا د ۴۰ میلیونو یوانو په ارزښت ستنیدونکو کډوالو سره په لومړنۍ مرحله کې ددغه هیواد له خوا مرسته شوې وه."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG