د لاس رسي وړ اتصالات

 
تیرو دریو ورځو کې نږدې لس زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي

تیرو دریو ورځو کې نږدې لس زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي


د ملګروملتونود یو راپور له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مۍ د میاشتې ترپای پورې شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي.
د ملګروملتونود یو راپور له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مۍ د میاشتې ترپای پورې شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د تیرې چهارشنبې له ورځې د جمعې د ورځې پورې ۹۷۳۰ افغان کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو، د هرات ولایت د اسلام کلا، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې پخپله خوښه او یا په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ جولاۍ ۱۳(چنګاښ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو تیرو دریو ورځو کې ۹۵ کورنۍ چې ۵۳۲ تنه کېږي د تورخم له لارې، ۱۵۲کورنۍ چې ۸۲۱ تنه کېږي د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه او په ایران کې مېشت ۴۷۹۷ تنه د هرات اسلام کلا او ۳۵۸۰ تنه نور د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "راستانه شویو کډوالو له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه."

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په یوه بله خپرپاڼه کې په پاکستان کې د یو زندان څخه د یو کوچني ماشوم چې له دوو کالو او شپږ میاشتو راهیسې د پاکستان په زندان کې بندي و، د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د طالبانو د مهاجرینو چارو اتشې د هڅو په پایله کې خوشې شوی او تر خوشې کېدو وروسته په تورخم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

دغه وزارت ددغه ماشوم په زندان کې د اچولو د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه بله خبرپاڼه کې د پاکستان د زندانونو څخه د لسو نورو افغان کډوالو د خوشې کیدلو خبر ورکړی او ویلي دي چې دا کډوال په پاکستان کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو د نلرلو له امله ددغه هیواد پولیسو نیولي وو او په زندان کې یې اچولي وو.دا بندیان د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۱ ( چنګاښ ۲۱) د تورخم له لارې وطن ته ستانه شوي دي.

د پاکستان او ایران حکومتونو په دې وروستیو اونیو کې له دغو هیوادونو د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د جولاۍ دویمه ( چنګاښ ۱۲) په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مۍ د میاشتې ترپای پورې شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

اوچا په دغه راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۵۲۶۸۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله د ستنیدونکو افغانانو په شمیر کې ۴۴ فیصده زیاتوالی ښيي.

همداشان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" په دې راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۶۸۹۰۰ افغان کډوال له دغه هیواد څخه خپل وطن ته ستانه شوي، چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله په کې ۴۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

پاکستان حکومت تیره اونۍ په دغه هیواد کې د دمخه د ثبت شویو د "پي او ار" کارتونو لرونکو افغان کډوالو د اوسیدانې موده د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ وغځوله. ددغو کډوالو د اوسیدانې موده د روان ۲۰۲۴ کال د جون په ۳۰ پاې ته رسیدلې وه.

خو د پاکستان حکومت ویلي چې لا هم ددغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکوي.

ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۱(چنګاښ ۲۱) اسلام اباد کې په یو خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو دایستلو لومړی پړاو لا هم روان دی او په ترڅ کې یې په زیات شمیر کډوال له دغه هیواد څخه ایستل شوي دي.

میرمن بلوڅ وویل: "لکه څنګه چې ما مخکې وویل پاکستان د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیو کډوالو د پلان د ځنډیدلو او یا هم د دغه پلان د نه پلي کیدو په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ته هیڅ داسې اشاره نه ده رسولې. دا چې د کډوالو عالي کمیشنرۍ په کوم اساس اعلامیه خپره کړې ممکنه ده چې ددغې ادارې د ویاند څخه یې پوښتنه وشي".

د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له خوا په ورکړل شویو راپورونو کې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د امنیتي ادارو د منسوبینو له خوا د ناسم چلند او د هغوی د نیولو، ځورولو او ورڅخه د پدو د اخیستلو په اړه په پرله پسې ډول راپورونه ورکړي دي.

د پاکستان او د طالبانو د چارواکو د وینا له مخې د پاکستان د حکومت له خوا د تیر ۲۰۲۳ کال د نوامبر په میاش کې د افغان کډوالو د ستنولو د پروګرام د پیل څخه تراوسه ۶۰۰ زره افغان کډوال یا په خپله خوښه او یا هم افغانستان ته شړل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG