د لاس رسي وړ اتصالات

په کوهاټ کې افغان کډوال وايي ځايي خلکو ورڅخه د کورونو خالي کول غوښتي


کوهاټ کې د ګمکول د افغان کډوالو کمپ
کوهاټ کې د ګمکول د افغان کډوالو کمپ

د ډیورند کرښې ته څیرمه، د پاکستان د کوهاټ په خټینو کورونو کې مېشت افغان کډوال وايي ځینې ځايي خلک یې په وړاندې درېدلي او د کورونو د خالي کولو غوښتنه یې ورڅخه کړې ده.

د ګمکول په نوم د کډوالو د کمپ اوسېدونکي وايي، لسیزې وړاندې د پاکستان د حکومت په خوښه دلته مېشت شوي او په وچو ډاګونو کې یې کورونه اباد کړي، چې ځینې ځايي خلک یې اوس د ملکیت ادعا کوي.

ددې کمپ اوسېدونکي حاجي خان جان امریکا غږ ته وویل: "کله چې موږ دلته راغللو، دغه سیمه سپېره ډاګ و، نه پکې اوبه وې نه پکې د استوګنې ځای. حکومت راوستو ويل دغلته واړوئ."

د کمپ بل اوسېدونکی یار محمد شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې دلته راغلی او کور یې اباد کړی دی. هغه وايي، کورنۍ د خلکو کورنو پراخولو او یا دوهم پوړ جوړولو ته نه پرېښودل کیږي او خلک مجبور دي چې په هر کور کې څو کورنۍ ژوند وکړي.

یارمحمد امریکا غږ ته وویل: "موږ پخپل کور کې شپږ وروڼه یو، تنګ اوسېږو او اوس وايي چې وځئ، نو حیران یم چې چېرته ولاړ شو."

کوهاټ کې د ګمکول د افغان کډوالو کمپ اوسېدونکي
کوهاټ کې د ګمکول د افغان کډوالو کمپ اوسېدونکي

سکینه هغه مهال د ګمکول کمپ ته تللې، چې هیڅ بچي یې نه وو، خو اوس د خپلو شپږو بچو او کورنۍ راتلونکي ته اندېښمنه ده. وايي، کورنۍ یې یو ځل وړاندې هم له کور څخه ایستل شوې او له سره یې کور جوړ کړی او اوس بیا له ورته خبرداري سره مخامخ دي.

سکینې امریکا غږ ته وویل: "نو اوس وايي کډه وکړئ، حیران يو چې څه به وکړو. یو دفعه نقشه راغلله نو موږ بر سړک ته راغللو، کور مو اباد کړ. زموږ همدا منډې دي، داسې ظلم خو چا سره نکېږي."

کوهاټ کې د ګمکول د افغان کډوالو کمپ
کوهاټ کې د ګمکول د افغان کډوالو کمپ

ددې کمپ ملک خان عمر وايي دوی د حکومت له لوري په ورکړل شویو ځمکو ژوند کوي، نو د عامو وګړو له لوري د کورونو خالي کولو خبرداری ورته د منلو وړ ندی.

هغه وویل: "موږ خو حکومت دلته اچولي يوو، عامو خلکو نه یوو اچولي... که حکومت امر وکړي موږ به په یوه ورځ کې ځو خو داسې نه چې هر تن جګ شي او موږ وباسي."

ملک خان عمر وايي د ګمکول په پنډغالي کې شاوخوا ۵۰۰ افغانې کورنۍ اوسیږي او د حکومت پرېکړې ته غاړه ږدي.

د جاوید خان په نوم د کمپ د یوې برخې د ځمکې د مالکیت ادعا کوونکي امریکا غږ ته وویل چې دا ځمکه د هغه د مور په نامه ده او اوس د ځايي محکمې حکم ته په تمه دی.

په پاکستان کې د افغان کډوالو کمیشنرۍ د دې موضوع په تړاو د امريکا غږ اړيکې ته هيڅ ځواب ورنکړ. دا په داسې حال ده چې تیر کال هم په ګمکول کې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه د محکمې په حکم نړول شوي وو.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG