د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د کارتونو ټاکل شوې نېټه ختمه شوه


په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو (پي او ار) د کارتونو ټاکل شوې موده نن یکشنه جون ۳۰ (چنګاښ ۱۰) ختمه شوه.

د دغو کارتونو موده د روان کال د اپریل ۲۶مه د پاکستان د کابینې له لوري د دریو میاشتو لپاره غځول شوې وه، خو تر هغه وړاندې د افغان کډوالو بانکي حسابونه په بیلابیلو بانکونو کې تړل شوي وو چې ورسره افغان کډوال ډېر اندېښمن وو.

د خیبرپښتونخوا په ګمکول پنډغالي کې د څو لسیزو راهیسې مېشت اول خان چې د دغه کمپ مشري هم په غاړه لري امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې د دغو کارتونو د لنډمهالي مودې د پای ته رسیدو سره افغان کډوال ډاډه سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي.

هغه وايي: "موږ ته چې د پاکستان حکومت لخوا کوم کارتونه راکړل شوي، مخکې به په کې وخت ډېر و خو اوس هغه وخت دوه یا درې مياشتې وي نو دې سره زموږ کارونه ځپل کېږي، زموږ ډېری افغانان کاروباري خلګ دي یو ایالت بل ایالت ته ځي، نو سمدستي دوی بانکي حساب لري، یا استادانو هم ځان ته بانکي حسابونه جوړ کړي دي، نو يو دوه میاشتو کې چې د کارټتونو وخت پوره شي، بیا پیسې نه ورکول کېږي چې کارتونه مو ایکسپایر دي."

دی زیاتوي، ډیری افغانان چې بانکي حساب نه لري له ځانه سره تر اتو لس لکو کلدارو یو ځای نه بل ځای ته وړي چې په لاره کې ترې پیسې ورکیږي خو بیا هم بانکي حساب پرانیستلو ته د بې اعتباره کارتونو له کبله چمتو نه دي.

پېښور ته څېرمه په خزانه کمپ کې مېشت حیات الله چې د خوراکي توکو یوه هټۍ لري وایي د یادو کارتونو د لږې مودې له کبله د دوی روزګار او ژوند اغېزمن شوی. هغه د پاکستان له حکومته غواړي چې ورته دې د پنځو کلونو وخت ورکړي یا هم د څو لسیزو راپدېخوا مېشتو افغانانو ته دې د پاکستان هویت ورکړي.

حیات الله وایي: "موږ افغانستان ته هم نه شو تللی ځکه چې هلته هم امن نشته، نورو هېوادونو کي چې یو دوه کاله تیر کړي ورته شهریت ورکول کیږي خو موږ دلته ٤٠،٥٠ کاله تېر کړل موږ ته شهریت نه راکول کېږي، په پاکستان کې ټولو نه غټ روزګار د افغانانو دی بیا هم موږ ته شهریت نه راکول کېږي."

په پاکستان کې افغان کډوال
په پاکستان کې افغان کډوال

د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان سیاستونه ورځ تربلې سختېږي، د افغانستان د چارو کارپوه او خبریال طاهر خان وایي، افغان کډوالو لپاره د پاکستان سیاسي پریکړې د دوی ژوند اغېزمن کړی دی.

طاهر خان امریکا غږ ته وویل چې «پخوا چې پرېکړې کېدې هغې کې به ټولو چارواکو یو ځای کار کاوه، باید چې هر څه د هغو په مشوره وشي» په خبره یې په تېرو دوو دریو کالونو کې په دې اړه د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د ملګرو ملتونو ادارو ګډه پرېکړه نه ده کړې. هغه وايي: «د افغان کډوالو مسئله بشري ده، دا انساني مسئله ده باید د سیاست څخه لرې وساتل شي."

ځینې افغان کډوال بیا د دغو کارټونو د مودې د ختمېدو سره د امنیتي ستونزو شکایت لري، امر الله چې په خزانه کمپ کې د ژاله/فالوده خرڅولو کار کوي او د ورځې تر ۷۰۰/۸۰۰ کلدارو عاید لري په دې اړه وویل: "چې کله د دې کارټ وخت پای ته ورسیږي نو که موږ له کوره د باندې وځو نو پولیس ځورول کوي، وايي کارتونو کې وخت نشته یا بیا ٢٠ ښې بدې پکښې پیدا کوي، دوی بس د افغانانو ځورول کوي."

د امر الله خبرې په داسې حال کې دي چې پاکستان د تېر کال د نومبر له لومړۍ نيټې د بې اسناده افغان کډوالو د شړلو امر کړی و کوم چې تر دې دمه پلي کیږي او د پاکستاني رسنیو د مالوماتو پر بنسټ تر دې دمه څه باندې ۶۲۵ زره افغان کډوال له پاکستانه شړل شوي دي، چې په دغو کې راجسټر کډوال هم شامل دي.

بل پلو په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په اداره يا يونيسيار کې د افغان کډوالو د خونديتوب مسوولې صوفیه جامباز شویلی د امریکا غږ سره مرکه کې ویلي، چې د پی او ار کارتونو موده به بیا وغځول شي خو وایي، دا پاکستان پورې اړه لري.

پاکستان کې یوازې ۱،۳ میلیونه افغان کډوالو ته "پي او ار" کارتونه د پاکستان دولت لخوا په کال ۲۰۰۶ کې ورکول شوي وو. د دغو کارټونو موده لومړى د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر په ۳۱مه پای ته ورسېده. بيا د ۲۰۱۵ د ډسمبر په ۳۱مه نېټه پای ته رسيدلې وه خو په ۲۰۲۱ کال کې دغه کارتونه بيا نوي شول او پس له دوو کلونو په کال ۲۰۲۳ کې د جون په ديرشمه يې موده يو ځل بيا پاې ته ورسېده. بیا د څلورو میاشتو تېریدو وروسته دغه کارټونه په نومبر میاشت کې تر دسمبر ۳۱مې پورې وغځول شوه خو تر هغه وروسته يې بيا د مارچ ۳۱ مې پورې موده سېوا شوه.

د روان کال د اپريل تر ٢٦ پورې د ډېرو افغان کډوالو بانکي حسابونه وتړل شول او بيا په ٢٦م اپريل د پاکستان د صدر اعظم شهباز شریف د کابینې لخوا د افغان کډوالو یاد کارټونه تر ٣٠م جون وغځول شول کوم چې اوس بیا پای ته رسیدلي، او اوس مالومه نده چې دا ځلې به دغه کارتونه کله او تر څو میاشتو وغځول شي، او که له مخې يې يونيسيار یا د پاکستان حکومت خط صادر نکړي نو ممکن د افغان کډوالو بانکي حسابونه هم تر راتلونکي امر پورې وتړل شي.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG