د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټې په هغه هېواد کې د "عزم استحکام" په نامه د نويو پوځي عملیاتو لپاره د ۲۰ ميليارده روپيو د مرستې منظوري ورکړې ده.
ناڅرګندو وسله والو د خيبر پښتونخوا د ایالت د بنود جانيخېلو په سیمه کې یو ولسي مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ " پي ټي اېم" ملاتړی ډاکټر نورمحمد د چهارشنبې د ورځې په ماښام د اګست ۲۱ ( زمري ۳۱) په یو برید کې وژلی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين په مشرۍ نماينده پلاوي د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر جرګې ته د بلنې لپاره په پاکستان کې د بېلا بېلو سياسي او مذهبي ګوندونو له مشرانو سره ليدل کتل پيل کړي دي.
په پاکستان کې د طبیعي ناورينونو د مخنيوي ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي دي چې د روان ميلادي کال د جولای له لومړۍ نېټې د اګست تر ۱۸مې (زمري ۲۸) پورې د بارانونو او سېلابونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۵ کسان مړه شوي او ۳۶۲ ژوبل شوي دي.
د خيبر پښتونخوا په سوات کې د "امن پاڅون" ګډونوالو د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ کړی چې د ترهګرۍ او بدامنۍ مخه ونيسي او په سيمه کې دې امنيت ټينګ کړي.
د خيبر پښتونخوا په ګڼو سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې ولسي وګړي، سياسي او قبايلي مشران او د حقونو فعالان وخت په وخت د امن لپاره احتجاجونه او جرګې کوي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي.
د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسلوالو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.
په پاکستان کې د اګست پر۱۴ (زمري ۲۴) ددغه هېواد د خپلواکۍ ۷۷مه کليزه ولمانځل شوه خو په يوشمېر قبايلي سيمو کې ځايي ولس دا ورځ د "تورې ورځې" په توګه ونمانځله.
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې ځايي سوداګرو او پنډيانو يا لغړيانو تر هغه وروسته يو ځل بيا پرلت پیل کړی چې په وينا يې حکومت له خپلو ژمنو په شا شوی دی.
د تورخم پر دروازه ځایي لغړیانو د اېف سي ځواکونو او ځايي ادارې پرضد احتجاجي پرلت پیل کړی او غوښتنه کوي چې دوی ته دې د پاسپورټ او ویزې پرته افغانستان ته د تګ راتګ او د ګنډو او غوټو تېرولو اجازه ورکړل شي.
په پاکستان کې د متحده الاتو امریکا سفیر افغان کډوالو ته په پاکستان کې تر یوبل کال پورې د پاتې کېدوه د نېټې غځولو پرېکړه ستایلې او د اسلام اباد له حکومت څخه یې مننه کړې ده.
پر تورخم دروازه دواړو غاړو ته د روانې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې په تازه مېوو او بوره بار په سلګونه لارۍ د داخلېدو لنډمهالي اسنادو نه لرلو له کبله ولاړې دي چې د ځینو چلونکو په وینا په سخته ګرمي کې یې مېوې ورستېږي او بوره یې ویلې کېږي.
د چارشنبې له ورځې راهیسې پر تورخم دروازه د پاکستان ګمرک چارواکو له افغانستان ورتلونکې هغې ټولې بار وړونکې لارۍ درولې دي چې د داخلېدو موقتي اسناد یې نه درلود.
د چمن د پرلت مشرانو او د حکومت مذاکراتي کمېټې اعلان کړی چې د پرلت کوونکو غوښتنې منل شوي او اوس به د چمن او سپين بولدک ولسونه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارت او افغان تذکرې تګ راتګ کوي.
د پاکستان حکومت د روانې جولاۍ میاشتې له ۱۵مې (چنګاښ ۲۶) نېټې راهیسې پر بار وړونکو موټرو باندې د لنډمهاله ټرانزیټي اسنادو لرل لازمي کړل، دې پرېکړې د سوداګرو او موټر چلونکو سخت غبرګون پارولی دی.
د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې په روانه جولای مياشت کې وسلوالو بريدونو له ۱۰۰ زياتو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
یو شمیر افغانانواو پاکستانیانو د دوه ګوني تابعیت لرلو په تړاو د پېښور عالي محکمې د پرېکړې هرکلی کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۴ ميلادي کال د اکتوبر پر ۱۱مه به د پښتنو يوه لويه جرګه رابلي.
د بريتانيې لپاره د ناروې د کډوالو د شورا مشر مارټین هارټبرګ ويلي چې په افغانستان کې تر ۲۳ ميليونه زيات خلک حياتي مرستو ته اړتيا لري او هغوی د نړۍ په یو تر ټولو بد بشري بحران کې بند پاتې دي.
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د میشتو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ځنډولې او د دې ترڅنګ یې د ثبت شویو افغان کډوالو " پي او ار" کارت لرونکو کډوالو د اوسیدانې موده تر یو بل کال پورې غځولې ده.
نور پورته کول