د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې کډوالو شورا: بريتانیا دې په روان بشري ناورین کې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳ ميلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري اوملګري ملتونه یوازې ۱۷ ميلیونه افغانانو ته اړینې مرستې برابرولی شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳ ميلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري اوملګري ملتونه یوازې ۱۷ ميلیونه افغانانو ته اړینې مرستې برابرولی شي.

د بريتانيې لپاره د ناروې د کډوالو د شورا مشر مارټین هارټبرګ ويلي چې په افغانستان کې تر ۲۳ ميليونه زيات خلک حياتي مرستو ته اړتيا لري او هغوی د نړۍ په یو تر ټولو بد بشري بحران کې بند پاتې دي.

نوموړي دا څرګندونې د جولای پر ۱۲ (د چنګاښ پر ۲۲) د مرستو د اغېزو د خپلواک کمیسیون د راپور تر خپرېدو يوه ورځ وروسته کړې دي. هارټبرګ زياته کړې، "دا راپور په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې د بریتانیا د بشري مرستو د پام وړ او مثبت اغېز په ګوته کوي او د انګلستان [د مرستو] د دوامداره ژمنې پر دوام ټینګار کوي."

نوموړي له بریتانیا څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې حیاتي پرمختیایي پروګرامونه بیا پیل کړي چې له افغانانو سره د انعطاف او د خصوصي سکتور په وده کې مرسته وکړي. "بریتانیا او نور مرستندویان باید په داسې وخت کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو تمویل روان وساتي چې افغانان له بېوزلۍ او ناهيلۍ سره مبارزه کوي."

"افغانستان ته په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د بریتانیا د بشري مرستو په اړه د مرستو د اغېزو د خپلواک کمیسیون راپور د اټکل له مخې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري".

د راپور له مخې، د اړتیاوو پر جديت سربېره، سږ کال تر دې دمه د افغانستان لپاره د امریکا د څه باندې درې میلیارده ډالرو له غوښتل شويو پيسو یوازې څه باندې ۲۳ سلنه مرسته شوې ده.

راپور زياتوي چې بریتانیا د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو لپاره له افغانستان سره د ۱۱۳ نيم ميليونه پاونډه بشري مرستې ژمنه کړې ده چې د بدترین بحران په کمولو کې مرسته وکړي.

د ناروې کډوالو شورا له ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي او د خلکو د سمدستي اړتیاوو پوره کولو، د لا نور بې ځایه کېدو د مخنیوي، او د ستونزو په دوامداره هواري کې مرسته کوي.

دا سازمان چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو اړتیاوو ته ځواب وايي، اوس مهال د افغانستان په ۱۲ ولايتونو بادغیس، بلخ، فاریاب، هرات، کابل، کندهار، خوست، کندز، ننګرهار، سرپل، اروزګان او زابل کې فعاليت کوي.

د ناروې کډوالو شورا د ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۳کال پورې د سرپناه پروګرامونو او قانوني مرستو لپاره د بريتانیې د بهرنیو پراختیا او دولت مشترکه له دفتر څخه ۲۳ ميليونه پونډه تر لاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان (ډبليو اېف پي) په اپرېل مياشت کې ويلي وو چې د افغانستان شاوخوا ۱۶ميليونه وګړي کافي خواړه نه لري. سازمان زياته کړې چې په هغه ډله کې څلور ميلیونه کسان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي چې یوه لویه برخه یعنې ۳۲ لکه يې ماشومان دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په وینا، په روان ۲۰۲۴ کال کې ۲۳ ميلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري او ۱۷ ميلیونه افغانانو ته د اړنیو مرستو رسولو لپاره درې ميليارده ډالرو ته اړتیا ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سر مفتش ادارې "سیګار" په مې مياشت کې په یو راپور کې ویلي و، "واشنګټن د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې له افغانستان سره په بشري برخه کې دوه اعشاریه اته مليارده ډالره مرسته کړې ده." سیګار زياته کړه چې له دغو بشري مرستو څخه طالبان هم ګټه اخلي، خو کره شمېرې یې نه وې وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو ويلي چې د اروپايي اتحادیې، امریکا او نورو بسپنه ورکونکو لخوا دا مرستې د بشري ناورینونو د مخنيوي لپاره دي. ملګري ملتونه زياتوي چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم هلته اقتصادي وضعیت خراب شو او بې کاري زیاته شوې چې له کبله یې د بې وزلۍ کچه هم لوړه شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG