د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د سياسي ګوندونو او سوداګرو اتحاديو او زیات شمیر ځايي اوسیدونکو د افغانستان له سپين بولدک سره د سفر لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط عملي کېدو خلاف د احتجاج په توګه "ولسي پاڅون" کړی دی.
د اګست پر ۳۰مه (وږی ۹) د ولسي پاڅون ګډونوالو په چمن ښار کې لاريون وکړ او د چمن او سپين بولدک ترمنځ يې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې د اجباري کېدو خلاف شعارونه ورکول او غوښتنه يې کوله چې پر ډيورنډ کرښه دې د دواړو خواوو د ولسونو ترمنځ تګ راتګ د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره وشي.
دا احتجاجي لاريون د چمن د انتظامي مشر دفتر ته تر رارسېدو وروسته په جلسه بدل شو چې سياستوالو، سوداګرو او قبايلي او مذهبي مشرانو يې ګډونوالو ته ويناوې وکړې.
احتجاجي غونډې ته مذهبي عالم مولانا محمد يوسف وويل چې ځايي ولس د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې شرايطو باندې د تګ راتګ غوښتنه کوي، چې هغه وخت پاسپورټ او ويزه نه وه.
نوموړي زياته کړه: "موږ حکومت ته وايو چې دا د ټول ولس پاڅون دي. د ولسي پاڅون په مخکې چې هر څومره هوښيار حکومت وي او هر څومره مضبوطه حکومت وي، هغه ځان نه شي ټينګولای. د رياست د دښمنۍ پرته، موږ له اييني او قانوني لارې او د ولس په يووالي سره د حکومت مخ ته په جمهوري انداز دا غوښتنه ږدو چې په بدن کې مو د وينې اخري قطره پاتې وي او يا په بدن کې مو اخري ساه پاتې وي نو بيا به هم موږ وايو چې د وېش پر دروازه پاسپورټ نه منو."
دا له هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په پیل کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې لرل لازمي کوي.
د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه په چمن کې پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان يا لغړیان ول چې د چمن او سپین بولدک ترمنځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.
پرلتوالو د چمن او سپین بولدک ترمنځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوله.
هغه نهه میاشتنی پرلت د جولای پر ۲۱مه (د چنګاښ پر ۳۱مه) تر هغه وروسته پای ته ورسېد چې د پرلت غړو او مشرانو وويل چې حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر پر شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ، د نیول شویو احتجاجیانو خوشې کولو او پرضد یې د مقدمو ختمولو غوښتنې ومنلې. هغه وخت حکومت په رسمي توګه کومه اعلاميه نه وه خپره کړې.
خو پنډيانو يا لغړيانو د اګست له ۱۳مې (زمری ۲۳) تر هغه وروسته يو ځل بيا پرلت پیل کړ چې په وينا يې د پاکستان حکومت د کندهار له سپین بولدک سره بې له سفري اسنادو د خلکو تګ راتګ له ژمنې په شا شو.
د اګست پر ۳۰مه احتجاجي غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېکرتر او د بلوچستان پخواني ايالتي وزير ډاکټر حامد خان اڅکزي وويل چې پاکستان له جوړېدو وړاندې او بيا د پاکستان له جوړېدو وروسته ځايي ولسونو پر ډيورنډ کرښه بې له پاسپورټ او ويزې تګ راتګ کاوه خو د هغه په وينا د پاکستان له جوړېدو ۷۵ کاله وروسته اوس پر ازاد تګ راتګ بنديز لګول شوی چې دوی ته د منلو نه دی.
نوموړي زياته کړه: "دا ۱۱ مياشتې موږ دا غوښتنه کړې ده چې زموږ دا ۱۳۰ کلنه لاره بېرته راخلاصه کړئ. دا لاره به پر پاسپورټ نه وي. دا لاره به د اخوا پر تذکره او له دې خوا پر شناختي کارډ وي."
د چمن قبايلي مشر حاجي جانان اکا احتجاجي غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې هغوی د رياست خلاف نه دي بلکې له رياست څخه د خپل حق غوښتنه کوي.
نوموړي زياته کړه: "موږ پر ډيورنډ کرښه پاسپورټ او ويزه نه منو. موږ مرګ ته تيار يو، خو د پاسپورټ او ويزې منلو ته نه يو تيار."
د بلوچستان صوبايي حکومت او پوځي مشرانو له پرلتوالو سره څو ځله مذاکرات وکړه خو يوې کوټلې نتيجې ته نه دې سره رسېدلي.
تر دې وړاندې د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان صوبايي حکومت ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ يې د سفر لپاره د ويزې او پاسپورټ شرط د امنيتي او اقتصادي ستونزو له امله اعلان کړی دی.
فورم \ دبحث خونه