د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او پاکستان د دوه اړخیزو خبرو د پیاوړتیا ژمنه وکړه


د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جیلاني سره وکتل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جیلاني سره وکتل.

ایران او پاکستان پر یو بل له وروستیو بریدونو وروسته، د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغې ۹) ژمنه وکړه چې د اړیکو پیاوړتیا او کړکېچ کمولو په خاطر په خپلو کې ارتباطي افسران ګماري.

د دې میاشتې په پیل کې د تهران او اسلام اباد ترمنځ د یو بل په خاوره په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول او په منځني ختیځ کې د هغه سیمه ایز تاوتریخوالي د لا زیاتېدو اندېښنې یې وپارولې چې د اسرائیل او حماس د جګړې له امله رامنځته شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د دوشنبې په ورځ پاکستان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی تاوتریخوالی "بحران" نه ګڼل کیږي، ځکه چې دوه اړخیزې اړیکې یې اوس هم پیاوړې دي.

امیر عبداللهیان یوې خبري غونډې ته وویل: "طبیعي خبره وه چې موږ به په دې بریالي شو... د اسلام اباد او تهران د ګډې همکارۍ له لارې به اجازه ورنکړو چې ترهګري زموږ ترمنځ اړیکې له خطر سره مخامخ کړي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني همدې خبرې غونډې ته وويل، چې دواړو خواوو په ټولو کچو د مذاکراتو پر پياوړتيا موافقه کړې او د يو بل په هېوادونو کې به د اړيکو د افسرانو د ځای پر ځای کولو پلان پلی کړي.

جیلاني وویل: "موږ په دې توانیدلي یو چې دا وضعیت په لنډ وخت کې بیرته عادي حالت ته راوګرځوو."

د دواړو هیوادونو اړیکې په ډراماتیک ډول د جنورۍ په ۱۷ وروسته له هغه خرابې شوې چې ایران د پاکستان په ناکراره جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې هوایي بریدونه وکړل چې د تهران په وینا، د ایران ضد وسله والې ډلې جیش العدل پټنځایونه یې په نښه کړل. پاکستان ویلي چې په دغو بریدونو کې دوه ماشومان وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي دي.

پاکستان ددغه بریدونو په غبرګون کې له تهران څخه خپل سفیر وروغوښت او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې یې د اورپکو پر پټنځایونو هوايي بریدونه وکړل چې لږ تر لږه نهه کسان پکې ووژل شول. اسلام اباد ویلي چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي وسله وال یې په نښه کړي دي.

ایران او اتومي وسله لرونکی پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د خپلې ګډې پولې دواړو غاړو ته د وسله والو بریدونو په اړه یو بل ته د شک په سترګه ګوري. کارپوهان وايي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر یو بل بریدونه تر ډیره د داخلي سیاسي فشارونو نتیجه ده او په منځني ختیځ کې یې د هغه تاوتریخوالي د لا زیاتېدو ګواښ پارولي چې په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې له پیل راهیسې رامنځته شوی دی.

تمه کیږي چې حسین امیرعبداللهیان به د خپل سفر په ترڅ کې پاکستاني مقاماتو ته د شنبې د ورځې د هغې پیښې په اړه هم معلومات ورکړي چې د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې نامعلومو وسله والو لږترلږه څلور پاکستاني کارګران په ډزو ووژل او درې نور یې ټپیان کړل. پاکستان دغه وژنې غندلي او دغه برید یې "وحشیانه او د نفرت وړ" بللی دی.

د وژل شویو پاکستانیانو خپلوانو د یکشنبې په ورځ لاریون وکړ او د خپلو عزیزانو د جسدونو د راوړلو غوښتنه یې وکړه. پاکستان ویلي چې د ایران په مرسته د دې لپاره چمتووالی نیول شوی او دا چې درې ټپي شوي کارګران د ایران په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG