د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او پاکستان شخړه؛ سفیران یې بېرته خپلې دندې پيلوي 


د ایران او پاکستان بیرغونه
د ایران او پاکستان بیرغونه

ایران او پاکستان نن دوشنبه جنوري ۲۲ (سلواغه دویمه) اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو سفیران به بېرته خپل کارونه پيلوي.

دا پرېکړه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو حسین امیر عبداللهیان او جلیل عباس جیلاني ترمنځ په خبرو کې شوې ده.

ایران او پاکستان په همدې روانې میاشت کې د یو لړ خونړیو بریدونو څخه وروسته په خپلو کې د اړیکو په ښه والي ټېنګار کړی دی.

د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې سفیران به یې د جنورۍ تر ۲۶ نېټې پورې خپلو سفارتونو ته ستانه شي.

ایران څو ورځې مخکې وویل چې په پاکستان کې يې په ترهګرې ډلې «جیش العدل» باندې برید کړی دی. تهران جیش العدل تورنوي چې په ایران کې یې یو لړ خونړي بریدونه کړي او د ایران حکومت په ضد جنګيږي.

پاکستان د ایران د برید په ځواب کې وویل چې په ایران کې یې یې دننه د بلوڅ بیلتون غوښتونکو په مرکزونو برید کړی دی. اسلام اباد بلوڅ بیلتون غوښتونکي په یو لړ خونړیو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

د ایران په برید کې حد اقل دوه ماشومان ووژل شول. اسلام اباد دا برید وغنده او له تهران څخه یې خپل سفیر بېرته وروغوښت.

پاکستان د ایران سفیر ته، چې تهران ته تللی و، وویل چې بېرته اسلام اباد ته ستون نه شي.

د پاکستان په برید کې بیا نهه تنه ووژل شول او ایران یې په غبرګون کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG