د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې یو سرتیري خپل پنځه ملګري وژلي


په ایران کې دولتي مطبوعاتو یکشنبه جنوري ۲۱ (سلواغې لومړۍ) ویلي چې ددې هیواد په جنوب کې یو جلب شوي شوي عسکر پنځه سرتیري وژلي او پخپله یې د سیمې څخه تښتیدلی دی.

د ارنا دولتي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې پیښه د کرمان په ولایت کې شوې او لا معلومه نده چې دې برید کوونکي ولې خپل ملګري وژلي دي.

د پوځ یو افسر د ارنا خبري اژانس ته ویلي، "نن ماښام یو سرتیري چې په یو نظامي ځای کې یې د یوې قطعې پیرې کولو دنده درلوده، د سرتیرو د آرام کولو ځای ته ورغلی او پخپلو ملګرو یې ډزې کړي چې انګیزه یې لا معلومه نده".
دي جګپوړي نظامي چارواکي دا ندي ویلي چې برید کوونکي څوک و خو دومره یې ویلي چې تر برید وروسته هغه په تیښته بریالی شوی او دا چې د نیول کیدو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

د پوځ دې افسر ویلي، " له بده مرغه پدې ډزو کې پنځه سرتیري وژل شوي".

د کرمان په ولایت کې دا ډول پیښې ډیرې لږې کیږي. په همدې ښار کې د روانې جنوري میاشتې په دریمې نیټې د قُدس ځواکونو یو پخواني جنرال قاسم سلیماني د دریم تلین په مراسمو کې کې غبرګ ځانمرګي بریدونه وشول چې ایراني چارواکو ویلي ۹۴ تنه پکې وژل شوي و.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې وه چې دا بریدونه هغوي کړي و.

د ایران پوځ د دې بریدونو څخه وروسته په عراق، سوریې او پاکستان کې ځیني ځایونه په توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو وویشتل.

د کرمان په ولایت کې د پوځ په روزنیز مرکز کې د دې پنځو سرتیرو تر وژل کیدو یوه ورځ وړاندې د سوریې په پایتخت دمشق کې په یو کور چې د سپاه پاسداران انقلاب غړي پکې اوسیدل، توغندی ولګید چې ۱۳ کسان پکې ووژل شول.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ویلي چې پنځه وژل شوي د دوي غړي و. د مهر خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حوالې بیا ویلي چې پدې برید کې د سوریې لپاره د ایران د سپاه پاسداران استخباراتي مشر او مرستیال یې وژل شویدي.

سره لدې چې ایران په رسمي توګه دا نده تائید کړې خو په مطبوعاتو کې ویل شوي چې په سوریه کې د قُدس ځواکونو د استخباراتو مشر جنرال صادق امیدزاده پدې برید کې وژل شوی.

د ایران جمهورر ئیس ابراهیم رئیسي دا برید ، "بزدلانه" بللی او هوډ یې څرګند کړی چې غچ به یې اخلي.

د سوریې د بشري حقونو څار اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی خو د سوریې کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پدې هیواد کې پراخې شبکې لري، د یکشنبې په ورځ یې ویلي چې په ۱۳ وژل شویو کې پنځه یې ایرانیان، څلور یې سوریایان چې د ایرانیانو سره یې کار کاوه، یو یې د سوریې غیر نظامي، دوه یې د لبنان او یو یې د عراق تبع و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG