د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد: پاکستان او ایران د 'کړکیچ' په کمولو موافقه وکړه


عکس: د ایران او پاکستان بیرغونه
عکس: د ایران او پاکستان بیرغونه

اسلام آباد وایي، پاکستان او ایران د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۹ (مرغومي ۲۹) "د تاوتریخوالي په کمولو" موافقه وکړه. دا موافقه وروسته له هغه وشوه چې ایران او پاکستان په روانه اونۍ کې د یو بل په خاوره کې د اورپکو په اهدافو باندې وژونکي هوایي بریدونه وکړل.


د بلوچستان په نا امنه سرحدي سیمه کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ وېشل شوې، دغه کم ساري پوځي اقدامات د سیمه ییز تاو تریخوالي لامل شوي؛ هغه سیمه چې لا دمخه د اسرائیل او حماس د جګړې له امله ناامنه شوی ده.


ایران د سه شنبې په شپه په پاکستان کې د دې هیواد په وینا د "ترهګرو" په هدفونو باندې د توغندیو او ډرون بریدونه وکړل، او پاکستان د پنجشنبې په ورځ په ایران کې دننه د اورپکو اهداف په نښه کړل.


پاکستان له تهران څخه خپل سفیر ورغوښتی او ویلي یې دي چې د ایران سفیر - چې خپل هیواد ته په سفر تللی و -- اسلام اباد ته له ستنېدو منع شوی دی.


ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو د زغم غوښتنه کړې، پداسې حال کې چې چین بیا د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.


خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني او د هغه ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان د ټیلیفون له لارې له خبرو وروسته موافقه وکړه چې "د ترهګرۍ ضد مبارزې او د متقابلو اندیښنو د نورو اړخونو په هکله سره نژدې همغږي وکړي."


د اسلام آباد د بهرنیو چارو وزارت لخوا د دواړو هیوادونو ددغو چارواکو د تیلیفوني خبرو اترو د خپور شوي لنډیز له مخې "دوی همداشان د وضعیت د کړکیچ په کمولو موافقه وکړه."


ددغو تیلیفوني خبرو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په یوه بیان کې وویل "په پاکستان کې د ترهګرو کمپونو د له منځه وړلو لپاره د دواړو هیوادونو همکاري اړینه ده."


دغه ډول بیان د شنونکو له وړاندوینو سره سمون خوري چې وایي دواړه لوري به د جګړې د کمولو هڅه وکړي.


د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انسټیټیوټ غړی انټوین لیوسکویس وایي: "د نوي وضعیت پایله دا ده چې دواړه هیوادونه په ظاهري او سمبولیک ډول [په عملیاتو کې] سره مساوي دي."


په همدې حال کې د جمعې په ورځ د پاکستان صدراعظم انوارالحق کاکړ د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره بیړنۍ امنیتي غونډه وکړه. کاکړ د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم له بریدونو وروسته خپل سفر لنډ کړ.


تهران او اسلام اباد دواړو ویلي چې دوی پر خپلو هغو کورنیو وسله والو بریدونه کړي دي چې په ګاونډي هیواد کې پټ شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG