د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له ایران سره د بریدونو له تبادلې وروسته بیړنۍ غونډه کوي


اسلام اباد کې، د پاکستان پر خاوره د ایران د بریدونو پر ضد لاریون.
اسلام اباد کې، د پاکستان پر خاوره د ایران د بریدونو پر ضد لاریون.

د پاکستان صدراعظم انورالحق کاکړ د جمعې په ورځ جنوري ۱۹ (مرغومي ۲۹) د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره وروسته له هغه بیړنۍ غونډه کوي چې هېواد یې له ایران سره د یو بل په خاوره کې د اورپکو پر هدفونو باندې بریدونه وکړل.

په روانه اونۍ کې د بلوچستان په ناکراره سرحدي سیمه کې د ایران او پاکستان ترمنځ کم ساري پوځي اقداماتو په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنې پارولي دي.

ایران د سه شنبې په شپه په پاکستان کې د "ترهګرو" په هدفونو باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید وکړ، او پاکستان په ځواب کې د پنجشنبې په ورځ د ایران په خاوره کې د اورپکو هدفونه په نښه کړل.

پاکستان له تهران څخه خپل سفیر ورغوښتی او ویلي یې دي چې د ایران سفیر چې کور ته په سفر دی، اسلام اباد ته له ستنېدو منع شوی دی.

ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو د زغم غوښتنه کړې، پداسې حال کې چې چین د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

د انورالحق کاکړ د دفتر یو ویاند فرانس پرس ته وویل: "صدراعظم د ملي امنیت کمیټې غونډه نن رابللې ده."

د اسلام اباد یو امنیتي چارواکي ویلي چې د پوځ مشر او د استخباراتو مشر به د جمعې په ماسپښین په غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستان صدراعظم د وروستیو بریدونو له امله، د سویس په داووس ښار کې له نړیوال اقتصادي فورم څخه له ټاکل شوي وخت وړاندې هېواد ته ستون شوی دی.

د هغه سرپرست حکومت په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو مشري کوي چې یوازې درې اونۍ ورته پاتې دي او په دغو انتخاباتو کې وار له مخه د درغلیو تورونه مخ په زیاتېدو دي.

تهران او اسلام اباد دواړو ویلي چې د یو بل په خاوره کې یې، په بهر کې میشت خپل کورني وسله وال په نښه کړي دي.

د پولې په دواړو خواوو کې په مجموعي ډول د ۱۱ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG