د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي په پاکستان کې یې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي


د پاکستان او ایران سرحد
د پاکستان او ایران سرحد

د ایران دولتي رسنیو د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) خبر ورکړی چې په بې پیلوټه الوتکو او راکټي بریدونو یې په پاکستان کې د بلوڅ وسله والې ډلې "جیش العدل" مرکزونه په نښه کړي دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې "د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د کوه سبز په نوم سیمه" په نښه شوې چې د دې رسنۍ په وینا د جیش العدل ډلې "یو لوی مرکز" پکې پروت دی.

تر اوسه د دغه برید له امله د اوښتو زیانونو او تلفاتو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.

جیش العدل یوه وسله واله ډله ده چې زیاتره د ایران په سیستان او بلوچستان کې میشته ده، د ایران له شیعه حکومت سره د بلوڅ اقلیت او سني مسلمانانو د حقونو د دفاع په خاطر په جګړه بوخته ده او له دې وړاندې يې د پاکستان سره پر پوله د ایران په سرحدي سیمو کې پر ایراني ځواکونو د بریدونو پړه منلې ده.

د جیش العدل پر ډلې د ایران د برید له خبر څو ساعته مخکې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم د غونډې په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم انور حق کاکړ سره وکتل.

د پاکستان حکومت هم له ډېرې مودې راهیسې د طبیعي زیرمو لرونکي بلوچستان ایالت کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو سره لاس او ګریوان دی.

د سه شنبې په ورځ د ایران سپاه پاسداران د عراق د کردستان په خودمختاره سیمه کې د اربیل په ښار او د سوریې په ادلب ښار کې هم په ځینو هدفونو بریدونه وکړل. ایران ویلي، په دغو بریدونو کې په اربیل کې د اسرائیل د څارګرې ادارې (موساد) مرکز او په سوریه کې د داعش څو پوستې له منځه تللي دي.

عراق د ایران دغه ادعا رد کړې او په بغداد کې یې د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړی او ویلي یې دي چې د عراق پر ملي حاکمیت د ایران د بریدونو له امله به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG