د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د توغندیو له برید وروسته، عراق له تهران څخه خپل سفیر ورغوښتی


ایران پر عراق او سوریې د خپلو توغندیو د بریدونو دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا "هدفي عملیات" هغو کسانو ته "سزا" ده چې د ایران امنیت ته زیان رسوي.
ایران پر عراق او سوریې د خپلو توغندیو د بریدونو دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا "هدفي عملیات" هغو کسانو ته "سزا" ده چې د ایران امنیت ته زیان رسوي.

عراق وايي په دغه هېواد کې د کردستان په خودمختاره سیمه باندې د ایران د توغندیو د برید په غبرګون کې یې له تهران څخه خپل سفیر ورغوښتی دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) په یو بیان کې وویل، سفیر ناصر عبدالمحسن "[په سیمه ایز مرکز] اربیل باندې د ایران د وروستیو بریدونو په اړه چې خلک پکې مړه او ټپیان شوي، د مشورې لپاره ورغوښتل شوی دی."

عراقي چارواکو همدارنګه ویلي چې ددغه برید په تړاو یې په بغداد کې د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.

امنیتي سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د اربیل ښار شمال ختیځ کې تقریباً ۴۰ کیلومتره لیرې د چاودنو غږونه په هغې سیمې کې اوریدل شوي چې متحده ایالات پکې قونسلګري لري.

د طبي چارو مامورینو بیا ویلي چې ددې چاودونو څخه وروسته دوه مړي او درې ټپي شوي کسان یو سیمه ایز روغتون ته وړل شویدي.

د ایران دولتي مطبوعاتو ویلي چې ددې هیواد سپاه پاسداران ځواکونو د کرمان په ښار کې د غبرګو ځانمرګو بریدونو په غبرګون کې یې "د عراق په اردبیل کې د صهیونیستي رژیم () د استخباراتو یو مرکز" او سوریې په "ادلب کې د تحریر الشام او ترکستاني حزب د ترهګرو" مرکزونه په توغنديو ویشتلي دي.

عراق دغه ادعا رد کړی ده او ګواښ یې کړی چې "د عراق پر ملي حاکمیت د ایران د برید" په اړه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړي.

خو ایران د سه شنبې په ورځ په عراق او سوریه کې د خپلو بریدونو دفاع وکړه او ویې ویل چې دا "هدفي عملیات" هغو کسانو ته "سزا" ده چې د ایران امنیت ته زیان رسوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني وویل: "اسلامي جمهوریت په خپل لوړ استخباراتي توان سره، په دقیق او هدفي عملیاتو کې د جنایتکارانو مرکزونه په نښه کړل او په دقیقو وسلو یې وویشتل." هغه زیاته کړه چې دا د هغو کسانو لپاره "سزا" وه چې د ایران امنیت ته زیان رسوي.

د سپاه پاسداران ځواکونو په وبسایټ کې همدارنګه ویل شوي چې د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو په سوریې کې د هغو "ترهګرو" د قوماندانانو راټولیدو ځایونه معلوم کړي او ویشتلي دي چې د "وروستیو تروریستي عملیاتو" سره یې تړاو درلود.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې پدې بریدونو کې په ځانګړې توګه د اسلامي دولت یا داعش مرکزونه د سوریې په "قبضه شویو" سیمو کې تشخیص او د بالاستیک توغندیو په وارولو سره له منځه وړل شویدي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دا بریدونه د کرمان په ښار کې د غبرګو ځانمرګي بریدونو په غبرګون کې شوي چې د همدې میاشتې په سر کې وشول او ایراني چارواکو ویلي و چې تر ۹۰ ډیر کسان پکې وژل شوي و.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ددې بریدونو مسئولیت اخیستی دی.

د سوریې حکومت تر اوسه د ایران دې هوایي بریدونو په هکله څه ندي ویلي خو ایران د ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، د دې هیواد د ولسمشر بشارالاسد سره یې ناسته پاسته توده کړې او د داعش او نورو وسله والو ډلو په خلاف جګړې کې یې ملاتړ کوي.

نړیوال غبرګونونه

د امريکا متحدو ايالتونو دغه بريد غندلى او ويلي يې دي چې د ايران "بزدلانه" بريدونو د عراق ثبات ګډوډ کړى دى.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت هم د عراق په کردستان باندې د ایران برید غندلې او ویلي یې دي چې دا "د عراق له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د نه منلو وړ سرغړونه ده."

د فرانسې حکومت هم دغه برید غندلی او ایران یې د عراق له ملي حاکمیت څخه په سرغړونې تورن کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG