د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې ملي ماتم اعلان شوی؛ امریکا: د کرمان چاودنو کې دخېل نه یو


ایراني چارواکي وايي په دغو چاودنو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي
ایراني چارواکي وايي په دغو چاودنو کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي

د ایران د ولسمشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي امریکا او اسرائیل تورن کړي دي چې د ایران د کرمان په چاودنو کې، چې څه باندې ۱۰۰ تنه په کې ووژل شول، لاس لري، خو امریکا ویلي دي چې په دغو چاودنو کې دخېل نه دي.

د ایران رسنۍ وايي چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو ته څېرمه چاودنې کې ۱۰۳ تنه وژل شوي دي. خو وروسته د ایران د روغتیا وزارت وویل چې د وژل شویو شمېر ۹۵ تنه دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي له دغو چاودنو وروسته ترکیې ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی او نن پنجشنبه جنوري څلورمه (مرغومې۱۴) په ایران کې ملي ماتم اعلان شوی دی.

ایراني چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې په چاودنو کې حد اقل ۱۷۱ تنه نور ژوبل شوي ‌دي. سلګونو کسانو په دغو مراسمو کې برخه اخیستې وه.

تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلي. یو امریکايي چارواکي ویلي دي چې دا چاودنې هغو بریدونو ته ورته دي چې د داعش ډله یې کوي.

خو د ایران د ولسممشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي په خپل ایکس حساب کې تورلګولی دی چې دا د امریکا او اسرائیل کار دی. هغه لیکلي دي: «د دغه جنایت مسئولیت د امریکا او صهیونستي رژیم په غاړه دی او ترهګر د هغوی لاسپوڅي دي.» نوموړي د خپلې دغې ادعا لپاره کوم شواهد او دلیل وړاندې کړی نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي دي چې اسرائیل او امریکا په دغو چاودنو کې لاس نه لري.

میلر ویلي: «متحده ایالتونه په هېڅ ډول دخېل نه دی... هېڅ داسې دلیل نه وینو چې باور وکړو اسرائیل په دغو چاودنو کې دخېل وي.»

په همدې حال کې د اسرائیل د پوځ د ویاند دنیل هګاري څخه د ایران د دغه تور په اړه پوښتنه وشوه، هغه وویل: «زموږ تمرکز له حماس سره په مبارزې باندې دی.»

د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي خبرداری ورکړی دی چې د ایران دښمنان باید پوه شي چې دا ناوړه عمل به سخت ځواب ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG